1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یمن کې تازه جګړې؛ ۳۵ ځواکونه وژل شوي دی

۱۴۰۱ مرداد ۱۹, چهارشنبه

یمني چارواکي وايي، د دغه هیواد په سویل کې د حکومت ملاتړي ځواکونو او حوثي یاغیانو تر منځ تازه جګړې شوي چې ۳۵ کسان پکې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FN3T
Jemen | Kämpfer gegen die Huthi-Rebellen nahe Marib
د آرشیف انځور - د يمن جګړهانځور: Nariman El-Mofty/AP Photo/picture alliance

دغه جګړې داسې وخت شوی چې تیره اوونۍ حکومت او یاغیان د موجوده اوربند پر غځولو سلا شول. اسوشتید پریس له صنعا څخه په خپل رپوټ کې نوي جنګونه د اوربند له پاره یو ګواښ بللی دی.

په یمن کې د سعودي عربستان په مشري عرب ائتلاف له ۲۰۱۵م کال راهیسې د حکومت په ملاتړ له حوثي یاغیانو سره جنګیږي. دواړو خواوو د نړیوالو هڅو په پایله کې په اپریل میاشت کې اوربند کړی وو.

ویل شوي چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې دغه جنګونه د یمن د سويلي ایالت شبوا په عتاق ښار کې یوه ځايي هوايي ډګر ته نژدې شوي دي.