1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گل آغا شیرزی، له عبدالله عبدالله سره یوځای شو

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۳, شنبه

په داسې حال کې چې د افغانستان د ټاکنو د نهایي پایلو وخت رانزدي کیږي، نوي انتخاباتي ائتلافونه د جوړیدو په حال کې دي. د ولسمشریزو ټاکنو یو تن نوماند گل آغا شیرزی، د ډاکټر عبدالله عبدالله له ټیم سره یو ځای شوی دی.

https://p.dw.com/p/1BtNb
انځور: DW

د حمل د میاشتې پر شپاړلسمه نیټه په تر سر شوه ولسمشریزو ټاکنو کې گل آغا شیرزي ۱۰۶۶۷۳ رایې چې د ټولو رایو ۱،۶ سلنه کیږي، تر لاسه کړې وې.

د ولسمشریزو ټاکنو نهایي پایلې د ثور میاشتې پر ۲۴مه نیټه اعلانیږي، خو لا تر اوسه دا خبره معلومه نه ده چې ټاکنې به دویم پړاو ته وغځیږي او که نه. خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ویلي دي چې احتمالا په لومړۍ دوره کې به د ټاکنو هیڅ گټونکی نه وي.

د لومړنیو پایلو له مخې په ترتیب سره ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی د ۴۴،۹ سلنه او ۳۱،۵ سلنه رایو په گټلو سره مخکښ نوماندان دي. په اوسني وخت کې دواړه نوماندان د شکایتونو رسیدگۍ ته انتظار باسي.

د شنبې په ورځ د گل آغا شیرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ټیمونو له یو بل سره ائتلاف وکړ. گل آغا شیرزي د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «زه د خپل ټیم په استازیتوب له ډاکټر صاحب عبدالله سره له دې امله یو ځای شوم، چې په افغانستان کې امنیت راولو. په افغانستان کې ښه حکومتوالي رامنځ ته کړو.»

ښاغلي شیرزي په خپلو خبرو کې وویل چې له ډاکټر عبدالله سره یې د ټیم یو ځای کیدل کومه معامله نه ده، بلکې د دې یوځای کیدو اصلي هدف د ملي وحدت تر چتر لاندې د یوه حکومت جوړول دي.

ښاغلي عبدالله په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د دواړو ټیمونو رهبري تر ډیرو خبرو اترو وروسته یوه تفاهم ته رسیدلې ده تر څو د دواړو انتخاباتي ټیمونو د یو ځای کیدو زمینه برابره شوه.

د دغو دواړو ټیمونو له لوري په گډه مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو ټیمونو له سلا مشورې وروسته تصمیم ونیو چې د هیواد ښیگڼو او د سولې د ټینگښت په خاطر له یو بل سره همکاري وکړي.

په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي که دویم پړاو ته د ټاکنو د غځیدو یا نه غځیدو په صورت کې به د دواړو ټیمونو همکاري ادامه ولري. دواړو ټیمونو د یوه ملي حکومت د جوړیدو له پاره د همکارۍ پر سره موافقه کړې ده.