1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوګل په آلمان کې خپل لومړی انستیتوټ پرانست

۱۳۹۰ آبان ۱۳, جمعه

د ګوګل شرکت په آلمان کې يو څېړنيز مرکز جوړ کړ. هلته به د انترنېټ او ټولنيز ژوند تر منځ ارتباطات وڅېړل شي. خو داسې وېره هم موجوده ده چې ګوګل به پر علمي کړيو او د هغو د څیړنو په پایلو باندې ډېر اثر پرې باسي.

https://p.dw.com/p/1357T
ګوګل د نړۍ تر ټولو لوی انترنیتي پلټونکی ماشین دی
ګوګل د نړۍ تر ټولو لوی انترنیتي پلټونکی ماشین دیانځور: AP

د ګوګل په نوم انترنېټي شرکت تل په آلمان کې له ننګونو سره مخامخ وي. که هغه د ګوګل «سترېت ويو» په نوم د نقشو آسانتيا وي او يا د «ګوګل پلاس» په نوم په ټولنيز جال کې د مستعار ليکنې موضوع، وار په وار ورته جنجالونه جوړيږي.

اوس ګوګل په لومړي ځل په آلمان کې د انترنېټي فعاليتونو د تحقيقاتو يو مرکز رامنځته کړی دی. اينګولف پېرنيس چې د برلين د هومبولت پوهنتون يو حقوقپوه دی، له علمي ليدلوري څخه هم دغه کار ګټور بولي. هغه د «انترنېټ او ټولنې» په نوم د هومبولت د انستيتوت يو له څلورو بنسټ ايښودنکو څخه دی:

«موږ بايد وڅېړو چې آيا د سياسي ارادې د جوړېدو ځيني مکانيزمونه او بهيرونه د يوې بلې رسنۍ به راټوکېدلو سره تغيير خوري او که څنګه. په دې ترڅ کې هر څوک له هر چا سره غږيږي، نه دا چې د برې خوا څخه موږ د يو څو تنو نظرونو ته غوږ ونيسو. عامه افکار څه دي؟ په دې بايد پوه شو.»

ګڼ شمېر پوښتنې مطرح کېدای شي. د امتياز حق، سياسي هلې ځلې او يا د ټولنې بدلون. حقوقپوهان، د رسنيو او سياست کارپوهان به ځانونه ورباندې بوخت ساتي. څلور آلماني موسسې د انترنېټي انستيتوت په بنسټ ايښودنه کې ونډه لري، هغه د هومبولت پوهنتون، د هنرونو پوهنتون، د برلين د علومو او ټولنيزو تحقيقاتو مرکز او د يو همکار په توګه د هامبورګ د هانس برېدو انستيتوت دي. د ګوګل د شرکت وياند رالف برېمر د ګوګل پلټونکي ماشين د کمپنۍ موخې داسې څرګندوي:

«موږ د درې کالو لپاره څلور نيم مليونه يورو ورکوو. دا چې وروسته به څه کيږي لا څرګنده نه ده. خو موږ باور لرو چې انستيتوت د دې توان لري چې د دې وروسته هم پاتې شي. موږ د نورو تمويل کونکو په لټه کې يو. مهمه خبره دا ده چې ګوګل د انستيتوت څخه مالي ملاتړ کوي، خو په علمي ساحه کې هغه بشپړه خپلواکي لري. دا خبره ټولو ونډه لرونکو ته ډېر ارزښت لري.»

د څېړنو د ناپېيليتوب يا بې طرفۍ خبره په وار وار پسې تکراريږي. د دې د تضمين لپاره دوه مختلفې ټولنې رامنځته شوې دي. يوه، څېړنيزه ټولنه او بله د ملاتړ او تمويل ټولنه. په آلمان کې په ټوليزه توګه ۶۰۰ تدريسي چوکۍ په پوهنتونو کې په خصوصي توګه تمويليږي چې دا اکثرا پرته له ستونزو صورت نيسي. خو په پسرلي کې نيوکه کونکو د هومبولت په پوهنتون کې د «دويچه بانک» هلې ځلې تر حده اوښتې وبللې. خو د ګوګل وياند برېمر په دې ټينګار کوي چې ګوګل د برلين د نوموړي انستيتوت په څېړنو کې لاسوهنه نه کوي.

«موږ په څرګند ډول ويلي دي چې که آن علمي نتیجه په ګوګل باندې د انتقاد معنا هم ورکړي، هغه د منلو وړ دي. ګوګل هم هر شي ته ځواب نه لري، ډېر خلک داسې ګڼي چې ګوګل په هر څه پوهيږي. دا خبره سمه نه ده.»

د انستيتوت مشر، اينګولف پېرنيس، دې ته سترګې په لار دی چې په انستيتوت کې به د انترنېټ په هکله څېړنې کوي او له نورو کارپوهانو سره به ګډ کار هم کوي. د ده په وينا که څه هم پيسې د ګوګل لخوا ورکول کيږي، خو بيا هم دا په ده باندې کوم اثر نه لري.

«که ګوګل يوه ورځ راته ووايي چې ته ښه کار نه کوې او نورې پيسې نه درکوو نو بيا به زه ورته ووايم چې ډېر ښه، زه به د اروپا د حقوقو په اړه خپلو پلټنو ته دوام ورکړم.»

هغه زیاتوي چې دی د ګوګل لخوا رامنځ ته شوي موقع څخه کار اخلي او ځان په ګوګل پورې تړلی نه بولي.

هاینر کیزل/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش