ګاڼې په بيلا بیلو وختونو کې
ګاڼې يوازې په بشپړ ډول د سینګار توکې نه دي، بلکې له پيل څخه تر نن ورخې پورې ترينه کار اخيستل سمبوليک هم وي. دلته يې تاسې ته په عکسونو کي ځينې بيلګې وړاندې کوو.
د صدف او کلک پوست لرونکي گوجی غاړه گۍ
داسی ويل کيږې چې ۱۰۰ زره کاله پخوا انسانانو ګاڼې اغوستې. دوی به گوجی سوری کاوه او په غاړه کې به يې اچول. د اټکل له مخې هغه مهال به خلکو، نه يوازي ځانونه پرې سینګارول، بلکي خپله قبیلوي اړوندتيا به يې هم څرګندوله.
په لرغوني مصر کې ګاڼې
د معدنونو قیمتي توکو لکه سره زر په رایستلو سره د ګاڼو حالت بدلون وموند. د لرغوني مصر حاکمانو به ځانونه په قيمتي ګاڼو پسلول، لکه د غاړې ځنځير، ګوتمۍ او نورو باندی سینګارول. د ګاڼو له خاوندانو سره به له مړيني وروسته هغه په قبر کي ورسره خښيدل.
جادويې وړتياوې او سمبولونه
مصریانو باور درلود چې سره زر د (خدایانو غوښې) په توګه جادويې وړتياوې لري، چې اغوستونکی ته به ځواک ورکړي. رنګونه، توکې او سمبولونه د ځانګړتياو او شخصيت له پاره ول.
په لرغونو زمانو کي فيبل درسي کتاب نه وو، بلکې يو ډول سنجاق وو، چې پر سينه به وهل کيد. د جواهرو دغه توکې به د جامو لکه کرتۍ يا کميس په تړلو کي مرسته کوله. د بيلګې په توګه رومیانو به يوه اوږده ټوټه له بدنه تاووله او بيا به يې په يو سنجاق سره نښلوله.
په منځنيو پيړيو کې ګاڼې د قيمت ادا کولو وسيله
په منځنيو پيړيو کي له فلزاتو يا سپينو زرو څخه جوړې شوې ګاڼې نه یوازې د سینګار يا د حيثيت د سمبول په توګه تري کار اخیستل کيده، بلکې دا د راکړې ورکړې او د قيمت ادا کولو په توګه هم کاريدلې. په دغه وخت کي د سرو زرو زيوراتو هم وده کړې وه.
د جنازې د مراسمو يادګارې زيور
په ۱۶م پيړۍ کې په اروپا کي د وفات شوی کس د يادون له پاره ګاڼې یا زيور جوړلو وده وکړه. په پیل کي په ټوليزه توګه داسې ګوتمۍ وې چې نقشونه به يې لکه د انسان د کوپړۍ په شان ول.
کلتورونه: دوديزې او معنوي ګاڼې
په جلا جلا کلتورونو کي ډول ډول ګاڼې جوړې شوي دي، چې دودونو هم پکي ستر نقش لرلی دی. د تايلند په پوکت کي د (سابه خوړونکو جشن) چې د اټکل له مخې له ۱۹م پيړۍ څخه دلته جوړيږې، ډيرو کسانو خپل مخونه سورې او تيره سیخان يې پکي ننويستي وي. د دوي په اند چې په دې سره يې بايد بدن او روح پاک شي.
د شانيل د (Coco) ګاڼې ډير محبوبیت لري
د ۱۹۲۰م کال په لسیزه کې د فرانسې د مود ډيزاینري په ګاڼو کې Coco Chanel په ځانګړې توګه ډير محبوبيت پيدا کړ. هغې د خپل مود په کلیکسيون کي جواهرات مدغم کړل.
طبیعت ته بیرته ورګرزيدل
د ۱۹۶۰ م کلونو په وروستۍ لسيزه کې له طبيعت سره د تړاو له مخې هيپيانو ګاڼې له طبعی توکو څخه جوړولې. هغوی به خپل د سر ويښتان په طبعي ګلانو سینګارول.
له چاپيريال ساتني سره سم جواهرات
د نن ورځ پاملرنه د ګاڼې په توليد کي ستر نقش لري. د بيلګې په توګه په توليد کې د Upcycling توکو له پاته شوو څخه کثافاتو ته نه غورزول کيږي او بيرته ترینه ګاڼه جوړيږي.
ګوتمۍ يا (ګوټې) غاړگۍ يا نورې ګاڼې په بيلا بیلو ډولونو او له ډول ډول توکو څخه په جلا قيمت سره جوړيږې. ګاڼې رنګارنګ او ځانګړې دي. اغوستونکې يې غواړي د ګاڼو په غاړه کولو سره د خپلو جامو ځاګړتیا وښيې. په عکسونو کي د وخت په اوږدو کي د ګاڼې معنا بدله شوې.