1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ګاردین: تروریزم د مهاجرو ضد احساسات مسموم کړي دي

۱۳۹۶ مرداد ۳۰, دوشنبه

د لندن چاپ ورځپاڼې «ګارډین» په اروپایې هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو په اړه لیکلي دي چې دغه بریدونه د دې سبب ګرځیدلي دي چې د بهرنیانو او مهاجرو په اړه عمومي احساسات مسموم شي.

https://p.dw.com/p/2iaLz
Finnland Messerangriff in Turku
انځور: picture-alliance/dpa/Lehtikuva/R. Lehti

د ګارډین ورځپاڼې په څو اروپایې هیوادونو کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه خپل د دوشنبې ورځې په ګڼه کې لیکلي دي: «د یوه کال په جریان کې په یو شمیر اروپایې هیوادونو کې ترهګریز بریدونه ترسره شوي دي».

ورځپاڼې زیاته کړې ده: په داسې یو وخت کې چې د هسپانیې په دوو ښارونو کې د مرګونې ترهګریزو بریدونو جزویات لا نه وو روښانه شوي، یوه سړي د فنلنډ هیواد په تورکوی ښار کې دوه ښځې په چاقو ووهلې.

دا سړی هم یو مراکشی وو. دقیق د هغه بریدګر په څیر چې د هسپانیې په بارسلونا ښار کې یې ۱۴ انسانان ووژل او تر سلو ډیر یې ټپیان کړل. نوموړۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه بی رحمانه پیښې د دې سبب شوي دي چې په اروپا کې د خلکو عامه افکار د مهاجرو پر ضد کړي.

همدارنګه ګارډین په خپل دغه رپوټ کې لیکلي دي چې په داسې حال کې چې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د مهاجرو اړوند پر خپلو ژمنو ولاړه ده، خو اروپایې اتحادیې ښودلې چې ماته یې خوړلې او حتی ثابته کړې یې ده چې په ایټالیا او یونان کې (د مهاجرو د کړکیچ په برخه کې) د خپلو بهرنیو سرحدونو په کنترول کې پاتې راغلې.

ورځپاڼه زیاتوي چې روانه وضعه د هغو میلیونونو انسانانو له پاره چې له زور زیاتي او نا امنیو له امله اروپا ته راغلي دي، دردونکې ده. ګارډین په پای کې لیکلي دي چې «دا د تروریستانو له پاره یو ډول بریالیتوب دی چې غواړي د اروپا نړیوال ارزښتونه له منځه یوسي».

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: