1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کېټس: د گواښونو سره سره، د افغانانو ملگري يو

۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت کېټس، د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي، که څه هم چي ولسمشر کرزی ناټو ځواکونو ته کواښ کوي، خو په دې پوهيږي چي متحده ايالات د افغانستان ريښتينی ملګری دی.

https://p.dw.com/p/11S57
افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټس
افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټسانځور: AP

ګيټس وروسته له هغه دغه څرګندوني کوي، چي پرون حامد کرزي د ناټو ځواکونو د تيري يکشنبې په عملياتو کي د ملکي کسانو د وژني په وړاندي سخت غبرګون وښود.

کرزي وويل چي که ناټو د ملکي کسانو وژلو ته ادامه ورکړي کيدای سي چي په يوه اشغالګرځواک بدل سي. ده زياته کړه چي که ناټو دغه شان عملياتو ته ادامه ورکړي نو دی به يې په وړاندي غبرګون وښيي.

که څه هم د ناټو په عملياتو کي ډير واري ملکي کسان وژل کيږي خو د تيري يکشنبې په عملياتو کي چي په هلمند کي تر سره سوي تقريباً ټوله يې ماشومان ول.

کيټس همداراز خبريالانو ته وويل چي د افغانستان په جګړه کي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله يو له هغو ننګونو څخه ده چي نړيوال ځواکونه ورسره مخامخ دي.

«زه فکر کوم چي دغه شان پيښي بايد د افغان او ناټو ځواکونو يو کډ کمېسيون وڅيړي ترڅو د پيښو اصلي لاملونه په ګوټه سي.»

کېټس زياته کړه چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو مشر، جنرال ديويد پيتريوس، د پيښي په اړه د حامد کرزي سره خبري کړي. ده ويلي چي د افغانستان په جګړو کي د 80 سلني ملکي تلفاتو لامل طالبان دي نه د ناټو ځواکونه.

«افغانانو لږ تر لږه 30 کاله په جګړو کي تيرکړي او زه فکر کوم چي ولسمشر کرزي هم په خپلو خبرو کي د خپل ملت درد وښود. خو زه په دې خبره هم باور لرم چي ولسمشر کرزي او د افغانستان خلک په دې پوهيږي چي متحده ايالات د افغانستان ملګری دی. دوی پوهيږي چي موږ غواړو افغانان په خپلو پښو ودريږي او دغه شان پيښي په راتلونکي کي رامنځ ته نه سي.»

دغه راز د سپيني ماڼي وياند، جي کارني، د سې شنبې په ورځ په افغانستان کي د ملکي تلفاتو په اړه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چي، امريکايي ځواکونه هڅه کوي چي د ناټو او افغان ځواکونو سره په هم ږغۍ کي ملکي تلفات له منځه يوسي.

«موږ د ولسمشر کرزي انديښنې ډيري جدي نيسو او د ملکي تلفاتو د له منځه وړلو په موخه به خپلو هڅو ته ادامه ورکړو.»

دا په داسي حال کي ده چي د روان کال په جولای کي به د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل سي.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل