1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کېلاني: پر زرداري باندي تورونه سياسي انگېزه لري

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني په یوه مرکه کې ویلي دي چې د ولسمشر په وړاندې د درغلیو تورونه سیاسي انگیزه لري او د ولسمشر په توگه هغه له دې څخه خوندي دئ.

https://p.dw.com/p/142Cd
انځور: AP

د پاکستان ستري محکمې د ولسمشر په وړاندي د دوسیو د نه پرانیستلو له امله لومړی وزیر د فبرورۍ د میاشتي پر دریمه نېټه محکمې ته ور بللی وو او اوس ئې د فبرورۍ پر دیارلسمه یو وار بیا وربللی دئ چي پر هغه په رسمي توگه د محکمې د سپکاوي تور ولگوي.

گیلاني د الجزيرې تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي: «د هغه په وړاندې ډیري دوسیې دي او دا ټولي سیاسي انگیزې لري.» گیلاني پخپلو خبرو کې وړاندي زیاته کړې ده چې هغه (زرداري) مؤقتي قانوني خوندیتوب لري او هغه دا خوندیتوب یوازي په پاکستان کي نه، بلکي په ټوله نړۍ کې لري.

کله چې د گیلاني څخه وپوښتل شول چي آيا د ولسمشر په خاطر به استعفا وړاندي کړي، په ځواب کې وويل چي که چیري پر هغه باندي د محکمې د سپکاوي تور ثابت شي نو دی به بېله هغه هم خپله چوکۍ له لاسه ورکړي.

«د دې اړتیا نشته چې له خپلې دندي استعفا ورکړم، که چیري پر ما لگول شوي تورنه ثابت شي نو بیا زما د پارلمان غړیتوب هم له منځه ځي.»

په نوموړې مرکه کي گیلاني د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم غندلي دي او ویلي ئې دي چې پاکستاني چارواکو هغوی ته د داسې بریدونو د تر سره کولو اجازه نه ده ورکړې:

«زه غواړم چې تاسو خبر کړم چي موږ هغوی ته دا اجازه نه ده ورکړې چې له پاکستان څخه د بې پیلوټه الوتکو پروازونه تر سره کړي.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چي د پاکستان قبائيلي سیمي چې د افغانستان سره گډه پوله لري د بې پيلوټو الوتکو بمبارۍ هلته منفي اغیز لري.

گيلاني ویلي دي چې دې کار ځایي قبایل او اورپکي پخپلو کي سره نژدې کړي دي او د دې لامل شوي دي چې زموږ کار نور هم سخت کړي.

گیلاني ویلي دي چې په اوسنې وخت کې د پوځ سره هم « ښه اړیکي» لري. د پوځ او د ملکي دولت تر منځ اړیکې هغه وخت ترینگلې شوې، چې د ملکي دولت له لوري پینتاگون ته د یو غیر رسمي لیک د لیږلو شخړه روښانه سوه.

ویل کیږي چې په دغه لیک کي د پاکستان ملکي دولت په ایبټ آباد کي د بن لادن تر وژنې وروسته د پوځ له خوا د احتمالي کودتا په وړاندي د مرستي غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د راتلونکي په اړه گیلاني وویل چي د افغانستان په مشرۍ به د سولي له هري پروسې څخه ملاتړ وکړي او هغوی د افغان طالبانو سره هیڅ مرسته نه کوي.

«موږ د هغوی سره مرسته نه کوو. دا زموږ وظیفه نه ده. موږ به ولي د هغوس سره مرسته کوو؟»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل