1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیوبا او امریکا د دیپلوماتیکو اړیکو نوی فصل پرانیزي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ تیر ۲۹, دوشنبه

تر څو لسيزو دښمنیو وروسته امریکا متحد ایالات او کیوبا په رسمي ډول خپلي دیپلوماتیکي اړیکي له سره پيلوي. دا لومړی ځل دی چې له نژدې نيمي پېړۍ وروسته د کیوبا د بهرنیو چارو یو وزیر واشنگټن ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/1G1SE
انځور: Reuters/Jonathan Ernst

د امریکا متحدو ایالاتو او کمونيستي هیواد کیوبا تر منځ د دوو اړخیزو اړیکي یو نوی پړاو پيليږي. ټاکل شوې ده چې دواړه هیوادونه به د دوشنبې په ورځ پر سیمه ییز وخت دولسو بجو خپل سفارتونه فعال کړي.

تر اوسه پوري په واشنگټن او هاوانا کې په اصطلاح یوازي د سویس فرمان په چوکاټ کې ذینفع ډلي فعاله وې.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر په واشنگټن کې


تمه کيږي چې په واشنگټن کې به د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریگز په شاندارو مراسمو سره د خپل هیواد سفارت پرانیزي. دی به وروسته له خپل امریکايي سیال جان کېري سره وویني.

رودریگز د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر لومړی وزيری دی، چې تر نزدې ۵۰ کلن ځنډ وروسته د امریکا په خاوره کې پل ږدي.

تمه کیږي چې په دغو مراسمو کې به تر ۵۰۰ ډير مېلمانه گډون وکړي. د امریکا د کانگرس غړي، د نړیوالو سازمانونو او کاتولیکي کلیسا استازي به هم په دغو مراسمو کې برخه ولري.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به په اگست میاشت کې هاوانا ته سفر وکړي او هلته به د امریکا په سفارت کې خپل بیرغ پورته کړي.

د اوباما بريا

له کیوبا سره د اړیکو ښه کول د بهرني سیاست په برخه کې د اوباما په سترو برياوو کې شمیرل کیږي. د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې امريکا په حیرانونکي توگه د کاربیک ټاپو له دغه کمونيستي هیواد سره د دیپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو خبر وکړ.

د روان کال په اپریل میاشت کې په پاناما کې د امریکا د سرمشریزي په غونډه کې په لومړي وار اوباما د کیوبا له ولسمشر راوول کاسترو سره مخامخ وليدل.

د روان کال د می میاشتي په پای کې امریکا متحدو ایالاتو په رسمي ډول د کیوبا نوم د ترهگرۍ د ملاتړ کوونکو هیوادونو له ليست څخه و ایست.

امریکا له ۱۹۶۲م کال راهيسي  پر خپل دغه کوچني گاونډي هیواد سوداگریز بندیزونه لگولي دي چې د ځينو آسانیاو سره سره به دغه بندیزونه په رسمي توگه ادامه ولري.

په ۱۹۶۲م کال کې د کیوبا کړکېچ نړۍ د اټومي جگړې له گواښ سره مخامخ کړه. په دغه هيواد کې د پخواني شوروي اتحاد د اټومي توغنديو په ځای پر ځای کېدو سره د امریکا د هغه وخت ولسمشر جان اف کينډي د دغه ټاپو د محاصره کولو حکم وکړ چې بالاخره د کرملین مشر نیکیتا خروشچف بيا بيرته خپل توغندي و ايستل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب