1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال د مکسيکو پر پولې ورمات شوي دي

۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبه

د هندوراس په زرونو اوسېدونکي له خپل هېواد څخه د امريکا پر لور تښتېدلي دي. خو لومړی بايد هغوی د ګواتېمالا له لارې مکسيکو ته ځانونه ورسوي. د هغوی له ډلي تقريبا زر تنه اوس تر کټارو اوښتي او مکسيکو ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/36sgr
Migranten aus Honduras am Grenzübergang in Tecun Uman auf dem Weg in die USA
انځور: picture-alliance/dpa/O. De Ros

ښځې، نارينه او ماشومان د ګواتېمالا په سرحدي ښار تېکون اومان کې تر کټارو اوښتي دي. تر دې مخکې د مکسيکو پوليسو او عسکرو د زغروالو موټرو په مرسته هڅه کوله چې د هغوی د راتګ مخه ونيسي. عيني شاهدان د غالمغال او آخ و ډبونو خبر ورکوي.
د اسوشيتېد پرېس په حواله پوليسو د کډوالو پر ضد اوښکي بهونکی ګاز کارولی دی. ځينې کډوال په ټېل ما ټېلونو کې ټپيان شوي هم دي. کډوالو په خپل وار پر پوليسو باندې ډبرې اورولې دي. ورپسې يوه ډله په دې بريالۍ شوه چې له کټارو څخه واوړي. هغوی د «هو، موږ يې کولای شو» شعارونه ورکول په داسې حال کې چې اوسپنيزې کټارې يې ماتولې.
«موږ فقط کارغواړو»

يوې ښځې چې له يوې کوچنۍ نجلۍ سره له سرحده تېرېدله، وويل «موږ خوشحاله يوو. موږ بد اعمال نه کوو، بلکې يوازي کار غواړو.»
د خبري اژانسونو په حواله امنيتي ځواکونو ډېر کډوال نيولي هم دي. د مکسيکو حکومت اعلان کړی دی چې يوازې هغه کډوال به بېرته پرېږدي چې رسمي اسناد ولري.
د ګواتېمالا دغه کډوال اصلاً ويزو ته اړتيا لري څو مکسيکو ته سفر وکړي. خو داسې ښکاري چې يوازې لږ کسان به ويزې هم ولري. 
په زرونو هندوراسيانو په تېرو څو ورځو کې خپل سفر پيل کړی وو. ژورناليستان وايي چې تقريبا ۴۰۰۰ کسان اوس د مکسيکو د سرحد په اوږدو کې انتظار باسي.
د مکسيکو په تلويزيون کې د ۶۰۰۰ کسانو په اړه خبرې کېدلې. ډېر کسان له هندوراس، خو ځينې بيا له ګواتېمالا او اېل سلوادور څخه هم راځي. هغوی ټول غواړي چې د امریکا متحده آيالاتو ته مخه کړي.

پمپيو د کډوالو له کړکېچه اندېښنه لري

د متحده آيالالتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پومپيو، د جمعې په ورځ مکسيکو ته سفر وکړ او برحاله وضعيت يې د اندېښنې وړ وباله. پمپيو له خپل مکسيکويي سيال، لويس ويدېګاری، سره په خبرو کې وويل، داسې ښکاري چې د کډوالو يو کړکېچ د رامنځ ته کېدو په حال کې دی.

BdTD Grenze Honduras - Mexiko | Flüchtlingsstrom
پوليسو له اوښکي بهونکي ګاز کار اخيستی او ډېر کډوال يې نيولي هم ديانځور: Reuters/E. Garrido