1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کيدای سي شمالي کوريا بله اتومي آزموينه وکړي»

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۱۹, دوشنبه

د سویلي کوریا د یوې ورځپاڼې د راپور پر اساس داسي نخښې نښانې لیدل شوي دي چې شمالي کوریا د يوې بلې اتومې آزموینې له پاره چمتووالی نیسي. ښایي دغسې یو ګام به د کوریا په نیمه ټاپو کې کړکیچن وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.

https://p.dw.com/p/18Ba4
A military vehicle carries what is believed to be a Taepodong-class missile Intermediary Range Ballistic Missile (IRBM), about 20 meters long, during a military parade to mark the 100 birth of the country's founder Kim Il-Sung in Pyongyang on April 15, 2012. The commemorations came just two days after a satellite launch timed to mark the centenary fizzled out embarrassingly when the rocket apparently exploded within minutes of blastoff and plunged into the sea. AFP PHOTO / PEDRO UGARTE (Photo credit should read PEDRO UGARTE/AFP/Getty Images)
Nordkorea - Raketeانځور: Getty Images

د «جونګ انګ البو» نومې ورځپاڼه په یوه راپور کې د سویلي کوریا د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخيستل شوی، ویل شوي دي، په هغه سیمه کې چې اتومي آزمویني تر سره کیږي، تیري آزموینې ته ورته تحرکات لیدل شوي دي.

د سویلي کوریا د یووالی وزیر ریو کهیل جي، پارلماني غونډې ته د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپریل ۸) ویلي دي چې داسې نخښي نښانې لیدل شوي دي چې پيونګ یانګ د څلورمې اتومې آزموینې د تر سره کولو له پاره چمتووالی نیسي. د کوریا د یووالي وزارت چارواکو د نوم د نه اخيستلو په شرط دغه څرګندونې رسنیو ته رسولي دي.

د وروستی ځل له پاره شمالي کوریا خپله دریمه اتومي آزموینه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې تر سره کړې وه. د شمالي کوریا دغه اقدام په نړیواله کچه غندل شوی وو او ملګرو ملتونو په خپل غبرګون کې د پیونګ یانګ پر وړاندي نوې بندیزونه وضع کړل.

د شي جین پینګ له لوري خبرداری

د چین ولسمشر شي جین پینګ د یکشنبې په ورځ په یوه سیمه ییز سوداګریز فورم کې د شمالي کوریا د نوم اخیستلو ماسوا ترینګلتیا ته اشاره کړې وه. هغه ویلي وو چې هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چي د خپلو ګټو د ترلاسه کولو له پاره ګډوډي رامنځ ته کړي.

هغه دغه فورم ته په خپله وینا کې زیاته کړې وه چې پیکنګ به د سیمې د دوو مهمو نقطو تر منځ د ترینګلیتیا په راکمولو کې رغوونکی رول ولوبوي.

اروپایي دیپلوماتان خپل کار ته ادامه ورکوي

شمالي کوریا، د دریمي اتومي آزموینې د تر سره کیدو وروسته د ملګرو ملتونو له خوا وضع شوو نوو بندیزونو او د متحده ایالاتو او سویلي کوریا ګډو پوځي تمریناتو په قهر کړې ده.

دغه هیواد په تیرو څو ورځو کې د واشنګټن او سویل پر ضد د پوځي ګواښونه یوه لړۍ پیل کړی ده.

څو ورځي مخکي د شمالي کوریا چارواکو د بهرنیو هیوادونو سفارتونو ته وویل چې دوی یوازي د اپریل تر لسمې نېټې پوري د هغوی د خوندیتوب ډاډ ورکولای شي، چې دې کار داسې ګنګوسي رامنځ ته کړې چې ګويا شمالي کوریا یو بل توغندی توغوي.

له دې سره سره د شنبې په ورځ یو شمیر اروپایي هیوادونو چې په پیونګ یانګ کې سفارتونه لري وویل چې په عاجله توګه د خپلو دیپلوماتانو د راایستلو پلان نه لري. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي:

«د آلمان د سفارت امنیت او له ګواښ سره د مخام کیدو خطر به په دوامداره توګه تر بررسۍ لاندې ونیول شي. د اوس له پاره سفارت خپلو کارونو ته ادامه ورکوي.»

په برلین کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي ول چې اروپایي دیپلوماتان د خپلو اقداماتو د همغږه کولو له پاره، له یو بل سره نزدې اړیکې لري.