1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کيدای سي افغانستان د شانگهای د همکاريو سازمان غړی سي»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۳, چهارشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت استازی وايي چي افغانستان ته به د شانگهای همکاريو سازمان غړيتوب هغه مهال ورکړل سي چي په دغه هيواد کي ثبات ټينگ سي. افغانستان اوس د دغه سازمان څارونکی غړی دئ.

https://p.dw.com/p/1Faxi
انځور: AFP/GettyImages

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خپلواکو هيوادونو مشرک المنافع ټولني مدير الکساندر ستيرنيک له انتر فکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي افغانستان ته د شانگهای د همکاريو سازمان غړيتوب ورکول نه ردوي.

هغه ويلي دي چي د دغه سازمان د پراخولو بهير روان دئ: «په راتلونکو ورځو د هغو هيوادونو پر غوښتنو باندي غور کيږي چي د شانگهای د همکاريو سازمان بشپړ غړيتوب ئې غوښتی دئ.»

ستيرنيک زياته کړې ده: «افغانستان زموږ د خبرو اترو شريک دئ. فکر کوم چي د شانگهای د هکاريو سازمان غړي هيوادونه به له دې سره لېوالتيا ورلري چي په دغه هيواد کي د ثبات په ټينگېدو سره افغانستان ته بشپړ غړيتوب ورکړي.»

څو ورځي دمخه د شانگهای د همکاريو سازمان په چارو کي د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ځانگړي استازي بختيار حکيموف په مسکو کي وويل چي روسيې د افغانستان ولسمشر ته د دغه سازمان په غونډه کي د گډون له پاره بلنليک لېږلی دئ.

د شانگهای د همکاريو سازمان غونډه د روان مېلادي کال په جولای مياشت کي د روسيې په اوفا ښار کي جوړيږي.

له افغانستان سره مرستي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دغه استازي ويلي دي چي له تروريزم سره د مبارزې په برخه کي روسيه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خپلواکو هيوادونو مشرک المنافع ټولني مدير الکساندر ستيرنيک زياته کړې ده: «موږ په پام کي لرو چي په افغانستان کي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره په مبارزه کي له افغان امنيتي ځواک سره مرسته وکړو.»

هغه ويلي دي چي له دې سره لېوالتيا لري چي له سياسي اړخه يو پياوړی افغان حکومت شتون ولري او گاونډيو هیوادونو ته ئې گواښ متوجه نه وي.