1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوټه ـ بمي بريد لږ تر لږه ۱۵ انسانان ووژل

۱۳۹۶ مرداد ۲۲, یکشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي په دغه بريد کي ۱۵ انسانان وژل سوي دي. د پاکستان د پوځ وياند په دې تړاو ويلي چي د بريد اصلي نښه د پوځ د عسکرو لېږدوونکی يو موټر ؤ.

https://p.dw.com/p/2i8TB
Pakistan Quetta Anschlag auf Militärfahrzeug
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan

د پاکستان د آزادۍ د اويايمي ياد ورځي څخه دوې ورځې تر مخه د کوټي په ښار کي د پاکستان پر پوځيانو بريد تر سره سو. د چارواکو په وينا دغه بمي بريد د شنبې په ورځ د کوټي په ښار کي لږ تر لږه ۱۵ انسانان ووژل. د بريد نښه د پاکستاني پوځ د عسکرو لېږدونکی يو موټر اټکل کيږي.

د راپورونه له مخي د درنې بمي چاودنې وروسته شاوخوا نورو موټرو هم اور واخيست. د چارواکو په وينا په وژل سوو کي ۷ ملکيان هم شامله دي. زیاته سوې چي تر ۳۰ څخه زيات نور انسانان ژول هم دي.

د دغه بريد پړه ځان ته د اسلامي دولت نوم کارونکې وسله والې ډلې يا داعش په غاړه اخيستې ده. د چارواکو له لوري د دغه بريد په تړاو په خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي بريد د يو موټر سائيکل سپور له خوا تر سره سو. داعش د دې څخه تر مخه هم په پاکستان او په کوټه ښار کي بريدونه تر سره کړي دي.

دغه بريد د لوی هند پر هند او پاکستان د تقسيم چي پاکستان يې د خپلي آزادۍ ورځ بولي د ۷۰ يمي ياد ورځي څخه دوې ورځي تر مخه تر سره سو. د پاکستان د پوځ تر ټولو لوی قومندان قمر جاويد بجوه اټکل کړی چي د دغه بريد تر شا کسانو غوښتل چي د پاکستان د آزادۍ د ورځي جشن اخلال کړي. هغه په خپله اعلاميه کي ويلي: «زموږ هوډ تر هرې ننګونې پياوړی دی.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016):