1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کونړ: پاکستاني پوځ بيا پر سرحد تيری کړی

۱۳۹۰ مهر ۳, یکشنبه

د کونړوالي، فضل الله واحدي وايي، چي د پاکستان امنيتي ځواکونو د افغانستان پر يوې سرحدي ولسوالۍ تيری کړی او عامو خلکو ته يې مرګ ژوبلي اړولي دي. پاکستان لا تراوسه د دغو تورونو په وړاندي غبرګون نه دی ښکاره کړی.

https://p.dw.com/p/12gAE
د کونړ والي فضل الله واحدي
د کونړ والي فضل الله واحديانځور: DW

واحدي د دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په يوه تليفوني اړيکه کښي وويل، د دغي حملې له امله چي د پاکستان د يوې پوځي پوستې څخه سوې « يو تن شهيد او يو تن زخمي  لرواو دوه جوماتونه او شپږ کورونه ويجاړسوي دي. د سرحدي ولسوالۍ، آګام په سل ګونو کورنۍ له ويري د خپلو کورونو څخه تېښتي ته مجبوره سوي دي.»

 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم د حملې پخلی کړی، خو دا يي نه دي ويلي، چي څوک د سرحدي حملې تر شا ولاړ دي. د کورنيو چارو وزارت وياند، صديق صديقي وويل : «موږ پر پاکستان باندي ږغ وکړ، هر څوک چي ددې حملې تر شا ولاړدي، دا ډول تيری دي سمدلاسه بند کړي.»

 

صديقي وويل چي په تيرو څلور ورځو کي د پاکستان  له خوا د کنړ پر سرحدي سيمو باندي، د خلکو د هستوګڼو او دغه راز د کرهڼي پر ځمکو کي شاوخوا 340  توغندي لګيدلي دي.

 

د کونړ والي وايي، چي د افغانستان د «همږغۍ اداره» چي د ټولو پوځي عملياتو څارنه کوي د معلوماتو له مخي د پاکستان پوځي  ځواکونو په دغي حملې لاس پوري کړی دی. هغه وويل: « موږ ته دغه معلومات د همدې ادارې له خوا راکړل سوي، چي د پاکستان نظاميان په دې  حمله کي لاس لري.»

 

واحدي وويل چي د همږغي ادارې او افغان سرحدي پوځيانو د هغو «مرميو نوعيت» او دا چي له «کوم ځايه» هغه فير سوي دي، تثبيت کړی دی.

 

هغه وويل تر دې مخکي هم دغسي حملې د افغانستان پر سرحدي سيمو، په خاصه توګه بيا پر کونړ ولايت تر سره سوي:

 

« په پاکستان کي ځيني کړۍ سته، چي نه غواړي په افغانستان کي امن وي. هغوی د پولي په دواړو خواوو کي د دوو ولسونو د سوليز ژوندانه مخالفت کوي.»

 

هغه زياته کړه چي د کنړ ولايت مقام «د افغانستان، پاکستان او ايتلافي ځواکونودرې اړخيز کمېسيون»  ته يي د وروستۍ حملې په اړه خپل اعتراض وړاندي کړی دی.

 

د افغانستان پر سرحدي سيمو باندي د پاکستان له خوا د پوځي تيريو ادعاوي وروسته له هغي عنوان سوي، چي امريکا متحده ايالاتو د پاکستان استخباراتي اداره،ISI، تورنه کړې ده، چي د افغانستان په دننه کي « پر امريکايي هدفونو باندي د حملو لپاره د حقاني د ترهګري شبکې  سره مرسته کوي.»

 

د کونړ والي وويل، چي  په نوموړي ولايت کي د حقاني شبکه کوم فعاليت نه لري، خو د هغه د وينا له مخي« په سيمه کي ځيني نوري ډلي سته، چي د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا ور سره مرسته کيږي ترڅو په سيمه کي ګډودي پيدا کړي.»

 

ويل کيږي، چي د پاکستان په خوا کي د اورپکو پټن ځايونه دي، چي وخت په وخت افغانستان ته تيريږي او هلته د نړيوالو او افغان ځواکونو پر ضد په عملياتو لاس پوري کوي.

 

د جون په مياشت کي هم افغانستان خبرداری ورکړی، چي « پر سرحدي سيمو باندي تيری د دواړو هيوادونو ترمنځ د ګاونديتوب اړيکو ته به تاوان ورسوي او د پاکستان له حکومت څخه يې وغوښتل چي د هغوی مخه ونيسي.»

عبدالباري حکيم/بن

کتونکی: نجيب الله زيارمل