کوم هيوادونه هم د اروپا او هم د آسيا پر ستره وچه واقع دي؟ ـ انځورونه
د نړۍ هر هيواد په يوې سترې وچې پوري مربوط وي. خو داسي هيوادونه هم سته چي پر يو وخت پر دوو سترو وچو باندي واقع وي. هغه هيوادونه چي هم په آسيا او هم اروپا کي پراته دي، دلته يې وپېژنئ:
روسيه
روسيه د رقبې له مخي د نړۍ تر ټولو لوی هيواد دی. د دغه هيواد ۳،۹ مليون مربع کلومتره برخه په اروپا کي پرته ده. د دغه هيواد بشپړه خاوره ۱۷ مليونه مربع کلومتره پراخه ده.
ترکيه
د ترکيې د استانبول ښار د اروپا او آسيا تر منځ د پل په توګه پېژندل کيږي. د ترکيې د ۷۸۰ زرو مربع کلومترو خاوري څخه ۲۳ زره مربع کلومتره برخه يې په اروپا کي واقع ده.
قزاقستان
قزاقستان د مرکزي آسيا له هيوادونو څخه يو دی. د دغه هيواد ټوله خاوره ۲،۷ مليون مربع کلومتره ده چي ورڅخه ۱۸۰ زره مربع کلومتره برخه يې په اروپا کي واقع ده.
اذربايجان
د مرکزي اسيايي هيواد اذربايجان نژدې ۶۹۰۰ مربع کلومتره برخه اروپا د سترې وچي پر سرحد پرته ده. خو د دغه هيواد له ټولې خاوري څخه چي ۸۶۶۰۰ مربع کلومتره ده، اکثره برخه يې په آسيا کي ده.
ګرجستان
د ګرجستان هيواد نژدې ۲۵۰۰ مربع کلومتره برخه د اروپا په ستره وچه کي پرته ده. خو د دغه هيواد د بشپړه ۶۹۰۰۰ مربع کلومتره خاوري څخه زيات برخه د آسيا په ستره وچه کي واقع ده.
قبرس
قبرس د جغرافيې له مخي د اروپا برخه نه ده. خو دغه هيواد په دوديزه توګه اروپا ته ډېر نژدې دی او د اروپايي اتحاديې غړيتوب لري.