1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«که سم تدابیر و نه نیول شي نو د بندیانو آزادي امنیت خرابوي»

۱۳۹۸ خرداد ۱۵, چهارشنبه

ولسمشر غني د افغانستان له زندانونو څخه د څه نا څه ۹۰۰ بندیانو د آزادولو ژمنه وکړه. کارپوهان وایي چې که په ټولنه کې د دغو کسانو د بیا ادغام له پاره اقدامات و نه شي نو کیدای شي چې هغوی بیا جګړو او جرمونو ته مخه کړي.

https://p.dw.com/p/3JsR9
Gefängnis Bagram Freilassung Kabul Afghanistan Archiv 2013
انځور: picture-alliance/dpa

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د کوچني اختر په مناسبت خپله وینا کې وویل چې د افغانستان له بیلابیلو زندانونو څخه به ۸۸۷ بندیان آزاد شي. ولسمشر په خپلو خبرو کې په ډاګه نه کړه چې دغه بندیان په کومو جرمونو محکوم دي او دا چې ایا د هغوی په ډله کې د طالبانو غړي هم شامل دي او که نه. خو تر دې مخکې د اپریل میاشتې د سولې په یوه کنفرانس کې غني د ښه نیت ښوولو له پاره د ۱۷۶ طالب بندیانو د آزادولو خبره کړې وه. دا لا روښانه نه ده چې دغه طالبان به هم په هغې ډله کې چې ولسمشر یې د اختر په ورځ د آزادولو ژمنه کړې ده، شامل وي او که نه.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي انجنير کمال، له دويچه ویله سره په خبرو کې روښانه کړه چې د ولسمشر له خوا د طالبانو او نورو بندیانو آزادول ښايي په داسې حال کې چې د سولې خبرې اترې دوام لري، یو ښه اقدام وي خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ باید داسې شرایط رامنځ ته شي چې آزاد شوي بندیان یو ځل بیا په ټولنه کې ادغام شي ترڅو بیا جرایمو ته مخه نه کړي.

هغه دې موضوع ته اشاره وکړه چې تر دې مخکې آزاد شوي بندیان په ډیرو مواردو کې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي: «دا ثابته شوې ده چې په اکثرو دغه شان معاملو کې چې ځينې کسان  آزاد شوي، په هغو کې يو تعداد يې بيرته خپلو جنګي صفوف ته تللي او بيا يې د افغانستان اسلامي جهوريت پر ضد مبارزه روانه کړې.»

د افغانستان د ولسي جرګې دغه غړی ټینګار کوي چې د آزادو شویو کسانو له پاره باید د کار او بیا عادي ژوند زمینه برابره شي: «کله چې دغه خلک په ټولنه کي  کار، روزګار او بوختيا ونه لري، د ټولنې له خوا د اخلاقي، رواني او مختلفو فشارونو لاندې راځي، نو بیا دوي بيرته خپلو صفوفو ته مخه کوي.»

افغان حکومت له کلونو راهیسې په دې هڅه کې دی چې له طالبانو سره د سولې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي. ولسمشر غني خو آن پرته له کوم مخکیني شرط څخه له طالبانو سره د مذاکراتو پیلولو وړاندیز هم کړی دی. خو طالبان بیا په دوامداره توګه له دې انکار کوي چې د افغان حکومت له استازو سره د مذاکراتو میز ته کښیني. دې ډلې د کابل حکومت پر ځای له امریکایي استازو او یو شمیر افغان سیاستوالو سره په قطر او روسیې کې خبرې اترې پیل کړې دي.

له بلې خوا بیا د کابل یو شمیر اوسیدونکي او سوداګر په دې ښار کې د جرایمو د کچې لوړیدو ته په کتو سره د ولسمشر دې اعلان اندیښمن کړي دي. د کابل میشته یوه شرکت مشر عبدالمجيد زماني ویره لري چې د بندیانو آزادیدل به هغه او نورو ملکي وګړو ته متوجه ګواښونه لا پسې ډیر کړي: «هر بندي يا زنداني چې له بنده خلاصيږي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په جګړو کې رالويان شوي دي، متاسفانه د امنيت سره مرسته نه کوي بلکې ناامني سره مرسته کوي.»

د کابل پولیس همدا اوس هم د طالبانو او داعش د احتمالي ګواښونو له کبله تر فشار لاندې دي. د زماني په څیر ډیر ملکي افغانان وایي چې که ګټور میکنیزمونه رامنځ ته نه شي نو د بندیانو آزادیدل به د کابل اوسیدونکو تر منځ ویره لا پسې ډیره کړي.

محمد کریم صالح