1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

که بغدادي ووژل سي، داعش سره پاشل کیږي؟

۱۳۹۵ آبان ۱۳, پنجشنبه

ابوبکر البغدادي په اول وار د عراق په موصل ښار کې د خلافت اعلان وکړ او ويل کيږي چې اوس هم په دغه ښار کې دی. عراقي ځواکونه اوس د دغه ښار پر لور د پرمختگ په حال کي دي. یو پیشمرگه وایي چې داعش خپل زوال ته نزدې شوی.

https://p.dw.com/p/2S4cB
Abu Bakr Al Bagdadi Videostill 05.07.2014
انځور: picture alliance/AP Photo

د بریتانیا اینډیپنډنټ، ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی چې ابوبکر البغدادي اوس هم په موصل ښار کې ژوند کوي. د کردستان سیمې یوه جگپوړي پیشمرگه فواد حسین، يادي ورځپاڼي ته ویلي دي: «بغدادي هلته دی او که چیري په روانو عملیاتو کې ووژل شي، د داعش هر څه سره پاشل کیږي.»

د فواد حسین په باور داعش د بغدادي د لاسه ورکولو په صورت کې د دې توان نه لري چې د هغه ځای ناستی وټاکي. د هغه په خبره هیڅوک د «اسلامي دولت» په لیکو کې د بغدادي اتوریته او نفوذ نه لري.

لکه څرنگه چې فواد حسین وایي، موصل د داعش له پاره ځانگړې معنی لري او بغدادي له تیرو نهو میاشتو راهیسې په دغه ښار کې پټ دی.

فواد حسین اینډیپنډنټ، ورځپاڼي ته ویلي دي چې د داعش ډېر مشران د تیرو میاشتو په نښتو کې وژل شوي دي: «بغدادي ډیر زیات له موصل سره تړلی دی، ځکه چې د داعش قوماندان دلته او په تعلفر کې دي.»

د اینډیپنډنټ، ورځپاڼې رپوټ او د فواد حسین څرگندونې په داسې حال کې خپریږي چې د عراق د امنیتي ځواکونو او کردي پیشمرگه ملیشو له لوري د موصل ښار د کلابندۍ عملیات پای ته نه دي رسیدلي او اوس هم د موصل د کلابندۍ له حلقې څخه د داعشیانو تیښته ممکنه ده.

دغه عملیات څه د پاسه له دوو اونیو راهیسې پېل شوي دي. د دغوعملیاتو له پېل سره سم د سوریې د رقه ښار، پر لور د ترهگرو د تیښتې رپوټونه ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب: