1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کندهاریان: زموږ اولادونه به له کرونا څخه مخکې له لوږې مړه سي

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

نن په کندهارښارکي اکثره دوکانونه وتړل سول، یوازي دولتي ادارې، نان وایاني، د خوراکي موادو پلورنځي او روغتونونه خلاص دي.  دا په داسي حال کي ده، چي په کندهارکي تراوسه د کرونا یوه مثبته پېښه ثبت سوې ده .

https://p.dw.com/p/3aAB2
Afghanistan Kandahar Stadt Kreuzung
انځور: DW/A. Hekmatullah

د کندهار د والي ویاند بهیراحمدي د المان ږغ سره په خبرو کي وویل، د کندهارښاريې د ( کرونا ناروغۍ د مخنیوي کمیټې) په غوښتنه تړلی دی.

بهیر وايي، نه یوازي ښار بلکي په ولسوالیوکي ټولومیله ځایونو ته هم خلګ نه پرېښول کیږي.

« سرد نن څخه کندهار قرانطین دی، ترڅو د کرونا د وژونکي ناجوړئ د خپرېدو مخ موڅه ناڅه نیولی وي.

په ښار او ولسوالیو کي د خلګو څخه غواړو، چي زموږ خبره واوري او بیله کوم ضرورت څخه د کورو راونه وزي. »

د کندهارښار په بیلا بیلو سیمو کي د خپلو تړلو دوکانونو څنګ ته ناست یوشمیر ښاریانو المان ږغ ته وویل، زموږ دولت په هرکار کي د نورو پرمختللو هیوادونو یوازي تقلید کوي، نور د خپلو خلکو په غم کي نه دی.

کندهارښاریان وایی، په ښارکي اکثره خلګ داسي دي، چي د ورځي یوه ګوله ډوډۍ ګټي او ماښام يې له اولادونو سره خوري، نو که د ورځي ګټه پر ودریږي، له کرونا ترمخه به يي اولادونه او کورنۍ د لوږۍ تلف سي.

« سیدمحمد د کندهارښار یوتن سلمان: په نوره دنیا کي دولتونه خلکو ته ډوډۍ ورکوي، موږ ډوډۍ ګټلو ته نه پرېږدي.

نن دادی ماته پنځه سوه افغانۍ تاوان راورسیدی، مګر اولادونه خو ډوډۍ راڅخه غواړي، زه څه وکړم؟»

فیض محمد د کندهارښار په چوڼۍ سیمه کي ولډینګ ساز دی، هغه وايي، دوکان او کور دواړه يې په کرایه دي او دا چي دغسي بیکاره کښيني، نو اولادونو به يې د لوږي څخه مړه سي.

« ته ګوره! زما دوکان او کور دواړه په کرایه دي، هغه ډېرکار چي وکړم نو ۳ سوه افغانۍ راته پاته سي یاهم څلور سوه، چي زه یوازي عیال ته وچ اوړه رانیسم او کرایه ورکړم.

اوس اوړه او نور شیان هم ګران سوي دي او دوکان يې هم را وتړی، موږ چیري ولاړ سو  او چاته شکایت وکړو؟ »

دوی وايي، دولت يې یوازی له کاره راګرځوي، نور يې نو په حال ځان نه خبروي، چي څه شي وخوري؟

عبدالغني روښان په کندهارکي یوتن مدني فعال حیران دی، چي څه ووايي؟

د روښان په قول، که دوکانونه او ښار قرنطین نه سي، نو ناروغي خپریږي او که قرنطین سي، نو د اکثرو کندهاریانو ژوند د خطر سره مخامخ کیږي.

دی وایی، په  کندهارکي داسي ډیري کورنۍ سته، چي د ماښام پر ډوډۍ قدرت نه لري او چي خواري اومزدوري هم پر ودرول سي، نو بیا به يې اقتصادي حالت نورهم خراب سي.

« زه په خدای سخت فکر وړی یم، ځکه له یوې خوا د وژونکي ناروغۍ خپرېدل او د بلي خوا زموږ د خلکو بې وزلي ، سړی هیښ پیښ پاته سي.  

زه د دولت او نړيوالي ټولني څخه غواړم، چي په ټول هیواد کي د غریبو هیوادوالو لاسنیوی وکړی، کنه د مرض ترمخه به یوه بله بشری فاجعه زموږ خانه خرابه کړي. »

د کندهار والي ویاند بهیراحمدي وايي، د خلګو دغه ستونزی ته يې پام دی او کندهار والي په دغه ولایت کي له ټولو غیر دولتي مؤسساتو سره د خلګو دغه مشکل شریک کړی، ترڅو د یوځانګړي لسټ له مخي غریبي کورنۍ مشخصي او مرستي ورسره وسي.

دده په قول، همدا نن يې د کندهار له سوداګرو سره هم یوه پراخه غونډه درلوده، چي په کندهارکي د لوړو نرخونو بیې څنګه راکښته کړي او ترڅنګ يې د تجارانو څخه وغوښتل، چي خپل ذکاتونه پر غریبو کورنیو اوس لا وویشي.

کندهار: محمد ابراهیم سپيڅلی