1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کي ۳۰۰۰ کوچنيان په شاقه کارو اخته دي

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ فروردین ۱۱, یکشنبه

په کندهار کي د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چي په دغه ښار او سپين بولدک سرحدي ولسوالۍ کي دامهال تر درې زره ډېر کوچنيان د اقتصادي ستونزو له امله په درنو کارونو بوخت دي. (انځور له ارشيفه)

https://p.dw.com/p/187Oc
Kinderarbeit in Afghanistan Copyright: DW/Hussein Sirat 29.01.2012, Kabul
Kinderarbeit in Afghanistanانځور: DW

دا اکثره هغه کوچنيان دي، چي په جنگو کي يې د کورنۍ مشران له لاسه ورکړي دي او اوس دوی اړ دي، چي خپلي کورنۍ ته يوه ګوله حلاله ډوډۍ پېدا کړي.

په جنوب لوېديځه حوزه کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د کوچنيانو د څانګي مسئول شمس الدين تنوير وايي، چي په دې کوچنيانو کي يې اتيا سلنه ليک او لوست ته لاسرسى نه لري. د هغه په خبره دا د راتلونکي له پاره يوه لويه بشري ستونزه ده:

«زموږ د يوې سروې له مخي په کندهار کي تر درې زره زيات کوچنيان په شاقه کارونو عملاً اخته دي. دغه کوچنيان په نان وايي، مستريخانو،حلبي سازي، ساختماني او ځينو نورو درنو کارونو اخته دي او دوى تقريباً اتيا فيصده ليک او لوست ته لاس رسی ن لري.»

آغا شيرين د همدغسي کوچنيانو له ډلي څخه دى، چي د کندهار ښار په يوه نان وايي کي له سهار څخه تر ماخستنه کار کوي. هغه وايي زړه يې غواړي، چي ښوونځي ته ولاړ سي، خو د کورنيو اقتصادي ستونزو له امله ټوله ورځ د نان وايي په جارو کولو، اوبه راوړلو او ځوالو جوړولو باندي اخته وي:

«زه پلار نه لرم، له سهاره تر ماخستنه پوري په نان وايي کي کار کوم، ماته لس ډوډۍ او ١٢٠ افغانۍ راکوي، د ټول کور مشکلات زما او زما د ورور پرغاړه دي.»

حفيظ الله بيا يو بل ديارلس کلن هلک دى، چي د ټوله ورځ د ايسکريمو درنه رېړۍ د ښار په سړکونو يوې او بلي خواته چلوي. حفيظ الله وايي د ورځي له يو نيم سل څخه تر دوو سوو افغانيو پوري ګټي.

دی وايي څه مهال چي نور هلکان په خواپاکو جامو کي ښوونځيو ته روان وي، د ده هم زړه لمبه وکړي، ليکن حالات يې نه پرېږدي، چي په ټولګي کي د ښوونکي له لوست څخه ګټه واخلي:

«زموږ کور د پنجوايي په دوراهي کي دی، زه دلته په ښار کي د ايسکريمو درنه رېړۍ چلوم. زړه مي غواړي، چي مکتب ووايم، اوس په دې کار کي ډېر ستړى يم، نو څه وکړم، مجبور يم.»

دا چي له ليک او لوست څخه د دغو بې برخي اقتصاد ځپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه تراوسه پوري کومي اړوندي څانګي څه کړي او يا څه پلانونه لري؟

د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رياست په چوکاټ کي د کوچنيانو د ملاتړ او ساتني کاري شبکې (سيفن) مرستيال نصرالدين زلمى وايي چي دوى هره مياشت تر لسو زياتو اړوندو څانګه سره په کندهار کي د کوچنيانو د بېلا بيلو ستونزو په اړه غونډي لري او په دې وروستيو کي يې د يوې غير دولتي موسسې له خوا په درنو کارونو اخته ٢٠٠ کوچنيان انتخاب کړي دي.

د هغه په خبره دوى به په ازمايښتي ډول د د غو کوچنيانو د کورنيو اقتصادي ستونزي د يو لړ ټاکل سويو پلانونو له مخي حلوي، چي اوسمهال په کار اخته ماشومانو ته د کار پر ځاى د ليک او لوست زمينه برابره سي:

«داسمه ده، چي په کندهار کي په درنو کارونو د اخته کوچنيانو شميره زياته ده، خو موږ په امتحاني ډول دا کار راپيل کړ، که چيري يې ښه نتيجه ورکړه ، نو نوري کورنۍ او ماشومان به هم له دې ستونزو وژغورو.»

په کندهار کي ځکه ډېر کوچنيان په درنو کارونو اخته دي، چي وروستيو ناامنيو يې د کورنيو مشران وژلي يا هم معلول کړي او دوى په دې ګرانه ګرانۍ کي اړ دي، چي پر ځان تکليف راولي او پر خپلو کمزورو اوږو د کورنۍ دروند اقتصادي پيټى پورته کړي.