1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کي بارانونه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي

۱۳۹۷ اسفند ۱۲, یکشنبه

د ولايت مقام د معلومات پر اساس په کندهارکي وروستیو بارانونو نژدې ۱۵۷۵ کورنه زیانمن کړي او ۳۰ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

https://p.dw.com/p/3ENlc
Afghanistan - Hochwasser nach Regenfällen in Kandahar Stadt
انځور: DW/M. I. Speasaly

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۳يمه) المان ږغ  ته وویل، په کندهار ښار او ځینو ولسوالیو کي د وروستیو سختو اورښتونو له امله تراوسه ۱۵۷۵کورونه نړېدلي دي.

د ولايتي وياند په قول، ۱۲ کسان وژل سوي او ۱۸ ټپیان دي چي په دې مرګ ژوبله کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.

د معلوماتو له مخي په سلهاوو څاروی هم تلف سوي دي او سلهاوو جریبه باغونه او شاړي مځکي سېلابونو ویجاړي کړي دي.

د ویاند په قول په ۱۲۰۰ کسان يې ، چي په ځینو ولسوالیو کي بند پاته وو، د ملي  اردو په چورلکو کي کندهار ښارته رارسولي او په زراعتي پوهنتون کي يې ځای پرځای کړي دي .

نوموړي زياته کړه: «دا ارقام اخیري نه دي، کیدای سي، چي د تلفاتو او خرابیو ارقام لوړ سي، خو موږ چمتووالی لرو او په دې اړه مو ۷ کومیټې جوړي کړي دي، چي له خلکو سره پر وخت مرستي وکړي.»

Afghanistan - Hochwasser nach Regenfällen in Kandahar Stadt
انځور: DW/M. I. Speasaly

د ولايتي وياند په قول ارغنداب، پنجوايي، سپین بولدک او دامان ولسوالیو کي زیات سیلابونه راغلي او ډېر مالي تاوانونه يې پېښ کړي دي.

له بل اړخه ځپل سوي کسان له دولته د زیاتو مرستو هیله کوي او وايي، چي کورونه يې نړیدلي او مرستو ته سخته اړتیا لري.

زيانمن سوي کسان وايي، دولت ته په کار ده، چي د اوبو له لپاره منظم سیسټم جوړ کړي. د هغوی په وينا هرکال د پسرلي او حوت میاشتو کي یوشمیر کورونو ته د سیلابونو اوبه ننوزي.

يو زيامن سوي کس المان ږغ ته وويل: «زموږ په ناحیه کي د اکثرو خلکو کورونه سیلاب نړولي دي، ټوله شپه خلک تر تیز باران لاندي یوازی په بېلچو اخته وه، چي د اوبو مخ له کورونو واړوي، هغه د چا وس نه په رسیدی، بیا سهار ناوخته د ښاروالۍ سکواټر راغلی او دغه ځای يې غار کړی.»

Afghanistan - Hochwasser nach Regenfällen in Kandahar Stadt
انځور: DW/M. I. Speasaly

کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل زمری څرګند وايي، دا وار د باران تیزوالی او دوام په تيرو لسو کالو کي نه و لیدل سوی.

زمری زياتوي چي همدا اوس چارواکو د ښار په لسو ناحیو کي بیړنی حالت اعلان کړی او د خصوصي سیکټور څخه يې هم مرسته غوښتې ده، ترڅو له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي او د خلکو ژوند وژغوري.

زمري وويل: «موږ ارام ناست نه یو، د باران په هغه سخته شپه مو ټول کارکوونکي د خلکو په خدمت اخته وو، خو دا چي اوبه خورا زیاتي وي، نو موږ د شخصي سیکټور څخه هم د مرستي غوښتنه وکړه، چي همدا اوس په ځینو سیمو کي له موږ سره ګډ کار کوي.»

د کندهار د طبعي پيښو په وړاندي د مبارزې مسؤل مسعود پښتون وايي، تر ۱۲۰۰ زیاتو کسانو سره يې د بیړنۍ مرستي ترڅنګ د خوراکي توکو مرسته کړې اولاهم دغه لړۍ روانه ده. دی هم وايي سږکال په کندهارکي دغه وروستی باران خورا توند او ډيرو کورنیو ته مالي تاوانونه اړولي دي.

Afghanistan - Hochwasser nach Regenfällen in Kandahar Stadt
انځور: DW/M. I. Speasaly

کندهارکي مدني فعالان وايي له ۱۳۶۹ هجري لمریز کال راهیسي يې دغسي توند او دوامداره باران نه په یادیږي.

دوی وايي، که څه هم د هوا پيژندني ادارې د کندهار په ګډون په یوشمیر ولایتونو کي د خطرناکو سیلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې وه، مګر بیا هم دولت هغسي چمتووالی نه درلود.

زموږ د آرشیف څخه په دې اړه یو انځوریز البوم:( 04.06.2013)