1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

کندهار: په ماين چاودنه کي ۱۱ ملکيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده

۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبه

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چي د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د سړک د غاړي ماين په چاودنه کي د يوه سيمه ايز قوماندان د کورنۍ ۵ غړي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/3gsbk
Rauchwolke über Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/R. Kaleem/Lehtikuva

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي ویاند جمالناصر بارکزی دویچه ویله ته وویل، چي دغه پېښه نن (پنجشنبه) د یادي ولسوالۍ د زلخان په سیمه کي پېښه سوې ده.

د ویاند په قول، په دې سړک غاړي ماین چاودنه کي ددغه سیمه ایز قومندان، چي (غمي اغا) نومېږي، مور، پلار، ۲ خویندي او یوه لور وژل سوي دي او ۶ نور ماشومان ټپیان دي.

ویل کیږي چي دوی د کوزدې مراسمو ته په موټر کي روان ول، چي ماين پرې وچاود.
 

غمی آغا هغه پولیسافسر دی چي پر ټولنیزو رسنیو یې د جنرال عبدالرازق څېرې ته د ورته والي له امله شهرت پیدا کړی دی.

په دې وروستیو کي د سړک غاړي ماین چاودني په کندهار کي زیاتي سوي دي چي ډیری قربانیان يې عام خلک دي.

که څه هم دولتي مسئولین د دغه شان پيښو پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عام افغانان غواړي چي د بین الافغاني خبرو تر شروع کیدو پوري دي اورکم او بیا اوربند ته په رښتیا سره لار هواره سي.

 

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار