1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: دا يې موږ زعفران کرلي، اوس يې څوک غواړي نه

۱۳۹۰ آذر ۷, دوشنبه

په کندهار کي د زعفرانو کروندګر د بازار د نه شتون څخه سرټکوي او وايي، چي که د دوئ له پاره د خرڅلاو بازار پيدا نه سي نو په زعفرانو باندي کښل سوې خواري به يې په اوبو لاهو سي.

https://p.dw.com/p/13IGd
په افغانستان کي د زعفرانو يوه کرونده
په افغانستان کي د زعفرانو يوه کروندهانځور: DW

د زعفرانو کندهاري کروندګر وايي، دوئ د خپلو زعفرانو سره ډيره خواري کاږي او د پريس له پاره يې ماشينونه هم ورته پيداکړي دي، يوازي تود بازار ته اړتيا لري چي زعفران پکښي په ښه بيه وپلوري.

حاجي رحيم الله د دامان ولسوالۍ يو تن د زعفرانو کرونده ګر همدغه خبره کوي او له اړوندو چارواکو څخه په دې لارکي د مرستي غوښتنه کوي.

«اوس يو بازار راته پيداسي چي موږ يې پر خرڅ کړو، د پريس ماشينونه مو په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو کي ورته ايښي دي په ښه ډول يې پريس کوو لاکن بازار نسته.»

د نوموړي په خبره د زعفرانو له حاصلاتو څخه دوئ ډير خوښ دي او وايي حاصل يې تر نورو کرهڼيزو توکو ډير او اسانه دئ.

رحيم الله زياتوي په تير کال کي هغه مؤسيسې چي دوئ ته يې تخمونه ورکړي ول، حاصلات يې هم هغو ځني رانيول، چي يوې لږي کروندې يې په زرګونو روپۍ ور وګټلې. لاکن سږکال بيا څوک نه دي راغلي چي د دوئ د زعفرانو حاصل وپيري.

کروندګر وايي که هرکال د دوئ حاصلاتو ته بازار پيداسي نو دوئ به هيڅ وخت نشه يې توکو ته اړتيا نه لري چي ويې کري او د خپلي ګټي له پاره نور څوک په ستونزو اخته کړي.

د کندهار د کرهڼي رياست چارواکي وايي، دوئ په کندهار کي د کوکنارو د مخنيوي او پر ځاى يې د زعفرانو د ودي له پاره خپل پروګرامونه پلي کړي او د وزارت په همکارۍ به ډير ژر داسي لاري چاري په کار واچوي، چي د کندهاري زعفران کرونکو ته د دوئ د خواريو په بدل کي ددوئ د خوښي ګټه په لاس ورسي.

د يادوني وړ ده، چي د زعفرانو کرونده د هيواد د يو شمير نورو ولايتونو په څېر په کندهار کي هم نوې را پيل سوې او تر اوسه يې په ډنډ، ارغنداب او دامان ولسواليو کي يوشميرکروندګر کرولو ته چمتو سوي دي.

د زعفرانو مسلکي کسان وايي د کندهار زعفران د نورو ولايتونو په پرتله ښه پايله درلودلې او په نړيوالو بازارونو کي په لوړه بيه پلورل کيږي.

د زعفرانو تخم هم لکه د پټاټو(کچالو) په ډول د تخم د کرلو څخه وروسته بشپړ پنځه کاله دوامداره حاصل ورکوي، چي خواري يې لږ او بيه يې لوړه ده، همدا سبب دى چي د کندهار کروندګر د خپلو زعفرانو له پاره په کور دننه او نړيوالو بازارونو کي د تود بازار غوښتنه کوي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل