1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: احمد ولي کرزی ووژل سو

۱۳۹۰ تیر ۲۱, سه‌شنبه

د کندهار د ولايتي شورا رئيس او د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزي نن په خپل کور کي ووژل سو. پيښه د کابل په وخت څه کم دولس بجې د کندهار ښار د نوي ښار په سيمه کي چيري چي، د کرزي کور موقيعت لري رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/11tP8
احمد ولي کرزی
احمد ولي کرزیانځور: DW

د پيښي په اړه د کندهار د امنيي قوماندانۍ مشر جنرال عبدالرازق وويل چي دوي ته دغه خبر رسيدلی او په باب يې پلټني پيل سوي دي.

احمد ولي کرزی د کندهار يو مقتدر مشر او ويل کيده چي د والي تر څنګ د يوه بل پر نفوذ خان په توګه يې کار کاوه.

نوموړی څو ځله د بهرنيو رسنيو له لوري د مخدره توکو په قاچاق تورن سوی خو هر وخت دا خبري ردولې.

پيښه د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي هم تايد کړې. هغه دويچه ويله ته په يو تليفوني تماس کي وويل، چي رئيس صاحب احمد ولي کرزی وژل سوی او په دې باب به وروسته نور جزيات خپاره کړي.

د امنيه قوماندانۍ يوې سرچيني وويل چي بريد کونکي د يوې عريضي سره يو ځای د ولي کرزي کور ته ننوتی وو، تر څو خپله يوه لانجه په هغه هواره کړي.

خو کله چي د نوموړي خوني ته داخل سو تومانچه يي را ويسته او د هغه پر سر او سينه يي ډزي وکړې.

د کندهار د ميرويس روغتون سرچينو دويچه ويله د نوم د نه ښودلو په شرط وويل، چي د ولي کرزي مړی روغتون ته ور وړل سوی، او د بدن پر بيلا بيلو برخو يي د مرميو ځايونه ليدل کيږي.

احمد ولي کرزی چي د افغانستان د جنوب د پادشاه په نامه پيژندل کيده له څو کلونو راهيسي د کندهار د ولايتي شورا د رئيس په توګه دنده لرله.

که څه هم پر نوموړي باندي څو ځله تورونه لګول سوي ول، چي په مافيا کي لاس لري، خو يو ځل هم هغه دغه تورونه و نه منل او تل يي همدا خبره کوله چي د ده د کورنۍ سياسي مخالفين هڅه کوي چي دی او د هغه ورور چي ولسمشر دی بدنامه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل