1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز: د سړک غاړې ماین اووه غريب کار وژلي

۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د افغان چارواکو په حواله په کندز ولايت کې د دوشنبې په ماښام پر يوه موټر د سړک غاړې بم چاودلی چې له امله اووه تنه ملکيان وژل شوي. په پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3d89m
Afghanistan Anschlag Autobombe Selbstmordattentat in Khost
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/F. Zahir

د کندز دوو چارواکو نن، سه شنبه وويل چې د ملکي کسانو دغه موټر د سړک پر غاړه پر ښخ کړل شوي ماين ور برابر شوی دی. زياته شوې چې د پېښې قربانیان د بدخشان ولايت څخه کندز ته د روزگار له پاره راغلي ځوانان ول.

د کندز ولايت مقام وياند د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې نور شپږ کسان هغه وخت ټپيان شول چې موټر سايکل یې پر دې ښخ کړل شوي بم ور برابر شو.

د کندز د سيمه ایز چارواکو په حواله پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې رامنځته شوې ده. طالبان د دې ولايت په يو شمير سيمو کې پياوړی حضور لري او په تیرو اوونيو کې یې پر افغان امنيتي ځواکونو يو شمير خونړي بريدونه هم کړي دي.

په افغانستان کې د ښکيلو اړخونو له خوا هر کال زيات شمير افغانان وژل کيږي. د ملگرو ملتونو د تیرې میاشتې په رپوټ کې ويل شوي چې په اپريل میاشت کې د ښکيلو اړخونو له خوا د ترسره شويو عملياتو پر وخت ملکي تلفات د تیر کال د همدې مياشتې په پرتله څو چنده لوړ دي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر «يوناما» له خوا ويل شوي چې په اپريل مياشت کې طالبانو د ۲۰۸ تنو ملکيانو د وژلو او حکومتي ځواکونو د ۱۷۲ تنو ملکيانو د وژنې مسئوليت لاره.

bs/qp (AFP)