1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کله چې آلقاعدې د افریقا ختیځ ته ترهګري راوړه

۱۳۹۷ مرداد ۱۴, یکشنبه

په کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو تر برید شل کاله وروسته، د افریقا په ختیځ کې ترهګرې شبکې په کوم حالت کې دي؟ شنونکي د دغو بریدونو په مقابل کې غبرګون د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې تهداب بولي.

https://p.dw.com/p/32eEf
Bombenattentat auf US-Botschaft in Nairobi
انځور: picture-alliance/dpa

د ۱۹۹۸م کال د اګست میاشتې د اوومې نیټې دقیق لس نیمې بجې وې چې دوو بریدکونکو له چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر ته د کينیا په پلازمېنه نایروبي کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت مخې ته انفجار وکړ.

یوازې ۹ دقيقې وروسته د تانزانیا په دارالسلام کې د امریکا سفارت مخکې ته یو بل بم وچاودید. د دغو چاودنو په پایله کې په مجموع کې ۲۴۲ تنه ووژل شول چې اکثره قربانیان یې په نایروبي ول.

په نایروبي کې د بحران د ډلې کارپوه موریتي موتیګا، وایې:«په نایروبي او دارالسلام کې بریدونه د ډیرو خلکو له پاره یو شوک وو. ډيري کینیایان او تانزانیان پر دې نه پوهیدل چې دا ډول خونړي بریدونه به څه پايلې ولري».

د امریکا پر سفارتخانو بریدونو نه یوازې د دوی، بلکې د ټولې نړۍ له پاره یو نوی کار وو. مخکې تر دې به دا ډول بریدونه پر پوځي تاسیساتو ترسره کیدل. په واقعیت کې د القاعده شبکې او د هغې پخواني مشر اسامه بن لادن په یوه شپه کې نړیوال شهرت ترلاسه کړ. دا په دې دليل چې امریکا متحده ایالاتو په مختلفو هیوادونو کې پر یو شمیر سیمو راکیټي بریدونه ترسره کړل. ډیري شنونکي اوس په دې باور دي چې دغه بریدونه د ترور پر وړاندې د جګړې د پیل ټکی وو.

ترهګري د افریقا نابللی میلمه شو

که څه هم افریقایان د دې برید هدف نه وو، خو په واقعیت کې ختیځه افریقا د القاعده شبکې د فعالیت لومړی ځای وو چې په سوونو قربانیان یې ترې واخیست. موتیګا، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې افریقا د ترهګرو له پاره یو اسانه هدف وو، ځکه په دې سیمه کې د لویدیځ سفارتونه د نړۍ د نورو برخو په پرتله دومره خوندي نه وو او د ترهګرو ډلو له پاره د افرادو او چاودیدونکو توکو انتقالول آسانه وو. د دې امنیتي کارپوه په خبره: «له دې امله له بده مرغه افریقا په ناغوښتل شوي ډول د نړیوالې جګړې قرباني شو».

Nairobi Anschlag US-Botschaft 1998
۱۹۹۸م کال نایروبي کې د امریکا پر سفارت بریدانځور: Alexander Joe/AFP/Getty Images

د علم او سیاست په بنسټ کې د ختیځ افریقا د چارو کارپوهه آنیته ویبر، وایې: «زه فکر کوم چې دا موضوع یو ډول له حقیقت سره یوځای شوی دی.که څه هم د الشباب ترهګره ډله چې د القاعده یوه څانګه ګڼل کیږي تر اوسه پورې هم یوه پياوړې شبکه ده او بریدونه هم ترسره کوي».

وروسته تر دې ترهګرۍ په افریقا کې ریښې وځغلولې. په ځانګړي توګه په کینیا کې دوو بریدونو چې یو یې په ۲۰۱۳م کال کې نایروبي ته ټکان ورکړ او بل یې په ۲۰۱۵م کال کې د ګاریسا په پوهنتون ترسره شو خلک ډیر اندیښمن کړل.

موریتی موتیگا، وایې چې په سیمه کې د ترهګریزو بریدونو اهدافو تغیر کړی دی. د هغه په خبره پخوا به پر لویدیځو اهدافو لکه سفارتخانو بریدونه ترسره کیدل، خو اوس خلک هدف ګرځول کیږي.

د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې پر چاودیدونکو توکو بار یو موټر ته انفجار ورکړل شو چې شاوخوا ۶ سوه تنه یې ووژل. هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه وا نه خیست.

شنونونکو د بی پیلوټه الوتکو څخه په استفادې د هوایې بریدونو د زیاتوالي په باب د امریکا متحده ایالاتو د نوي ستراتیژۍ په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه بریدونه په ځانګړي توګه د الشاب ډلې پر ضد زیات شوي دي.

که څه هم دا ډول بریدونه کیدای شي په ځینو مواردو کې مثبتې پایلې ولري او ترهګرې ډلې کمزورې کړي، خو د موتیګا په خبره په بعضې مواردو کې کیدای شي د خلکو د احساساتو د پارولو سبب شي.