1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ نړیوال جام پیل شو

۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبه

د ۲۰۱۹م کال د کریکټ د نړیوال جام سیالۍ نن د پنجشنبې په ورځ پیل شو. لومړۍ لوبه کوربه هیواد بریتانیا له سویلي افریقا سره کوي. د افغانستان لومړۍ لوبه د جون مياشتي پر۱ نېټه له آسترالیا سره ده.

https://p.dw.com/p/3JUjQ
England ICC Cricket World Cup Trophäe
انځور: Reuters/D. Liyanawatte

د ۲۰۱۹م کال کریکټ نړیوال جام کوربتوب بریتانیا کوي. د دغه جام زیاتره لوبې په بریتانیا کې او څلور لوبې په ويلز په مرکز کارديف، کې تر سره کیږي. د سږني جام پای لوبه د لاردز په کریکټ لوبغالې کې کیږي چې ۳۰۰۰۰ نندارچیان پکې ځایږي. له ۱۹۷۵م کال راهیسې دا پنځم وار دی چې دغه سیالۍ د بریتانیې په خاوره کیږي.

کوم ټیمونه نړیوال جام کې برخه لري؟

افغانستان، بریتانیا، هند، سویلي افریقا، نوی زیلند، آسترالیا، پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش او ویسټ انډیز په سږني نړیوال جام کې لوبیږي. د کریکټ نړیوالې شورا له ۱۹۹۲م کال راهیسې په دغه جام کې د لوبډلو پر زیاتیدو کار کاوه. خو په ۲۰۱۵م کال کې په نړیوال جام کې د ۱۴ لوبډلو تر لوبیدو وروسته د کریکټ نړیوالې شورا بیرته پریکړه وکړه چې دغه شمیر راکم کړي.

Cricket Team mit Königin Elizabeth II London
د بریتانیې له ملکې الزبت دویم، سره په نړیوال جام کې د ګډون کوونکو لوبډلو د لوبډلمشرانو ګډ انځورانځور: Pakistani Cricket Board

کوم ټیمونه د خوښې وړ دي؟

د کریکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې بریتانیا لومړی ځای لري او څه د پاسه دوو کلونو راهیسې یې د یو ورځنیو لوبو کوم سیریز یا لړۍ نه ده بایللې. آسترالیا چې سږکال له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي پنځه وارې د کریکټ نړیوال جام ګټلی دی. د هند لوبډله هم ډیره غښتلي ګڼل کیږي.

وتلي ستوري څوک دي؟

د کریکټ په نړۍ کې داسې لوبغاړي شته چې د خپلو هیوادونو ور هاخوا هم ډیر مینه وال لري. د هند کپتان ویرات کوهلي، په انستاګرام کې ۳۴ میلیونه پلویان لري او د توپ وهنې په ډګر کې غښتلی لوبغاړی دی. د بریتانیې جاس بټلر هم تکړه توپ وهونکی دی. د ویسټ انډیز اندري روسل نوموتی آلراونډر دی. د هند جسپریت بهمرا، د آسترالیا پات کمينز او د سویلي افریقا کاګیسو رابادا، په تیز توپ اچونکو کې راځي. د افغانستان راشد خان او محمد نبي هم د خپلې لوبډلې سربیره د هند په پریمیر لیګ او د آسترالیا په بګ باش کې لوبیدلي دي او ډیر مینه وال لري.

که څه هم کریکټ په کمو هیوادونو کې مینه وال لري، خو د هند په نیمه وچه کې د دغې لوبې سره مينه د دې سبب کیږي چې د نړۍ په کچه نړیوال جام په هغو لوبو کې وشمیرل شي چې ډیر لیدونکي لري. د اټکلونو له مخې د تیر نړیوال جام لیدونکو شمیر له ۱،۵ میلیارده څخه تر ۲،۲ میلیارده کسانو پورې رسیده. په دې ډول کریکټ د نړۍ په هغو ۱۵ لوبو کې راځي چې زیات لیدونکي لري.