1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان تر ۱۹ کلنۍ د کښته سن لوبډلې له نیپاله لوبه وګټله

۱۳۹۷ مهر ۹, دوشنبه

تر ۱۹ کلنۍ د کښته سن لوبغاړو د آسیا جام په سیالیو کې افغانستان خپلې بریا ته دوام ورکړ او له نیپاله یې هم لوبه په درو ویکټو وګټله. په ګروپي سیالیو کې افغانستان خپله دریمه لوبه د اکتوبر مياشتي پر دوهمه نیټه له هند سره کوي.

https://p.dw.com/p/35npM
Bildergalerie Cricket Ausrüstung
انځور: Getty Images

د افغانستان د ځوانانو لوبډله چې غواړي د آسیا جام په سیالیو کې خپلوله اتلولي وساتي، د نيپال لوبډلې ته په درو ویکټو ماتې ورکړه. نیپال د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پریکړه وکړه. خو توپ وهونکي یې د افغان بالرانو پر وړاندې ټینګ نه شول او په ۳۹ اور کې یي ټول لوبغاړي تر۱۳۱ منډو جوړولو وروسته وسوځیدل.

د افغانستان له لوري د دوشنبې د ورځې په لوبه کې د توپ اچونې په برخه کې عظمت الله عمرزی ښه وځلید او د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي یي وسوځول. د ده توپ اچونه ډیره اقتصادي وه او په نهو اورونو کې یې یوازې ۱۴ منډې ورکړې. عمرزي په تیره لوبه کې ښه توپ وهنه کړې وه او پنځوسیزه یې وهلې وه. عبدالرحمن او قیس احمد بیا هر یوه دوې دوې ویکټې واخیستلې.

داسې بریښده چې د افغان لوبډله به ټاکلی نسبتا آسانه هدف ژر پوره کړي، خو د تیرې لوبې په څیر افغانستان لومړۍ ویکټه ژر له لاسه ورکړه. خو د دوهم لوبغاړي تر سوځیدو پورې منډې ۶۰ ته ورسیدلې. په پای کې افغانستان ټاکلی هدف په ۳۸ اور کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ.

افغانستان په اې ګروپ کې دی چې پکښې د هند، نیپال او متحده عربي آماراتو لوبډلې هم دي. افغانستان تر اوسه دوې لوبې کړي او دواړه یې ګټلي دي او څلور پواینټه لري.

هند هم دوې لوبې کړي او دواړي یې ګټلي دي او څلور پواینټه لري. نیپال او متحده عربي آماراتو بیا خپلې دواړې لوبي بایللي دي. د اکتوبر میاشتې پر دوهمه نیټه به د افغانستان او هند لوبډلو تر منځ لوبه وشي. د تیر میلادي کال د دغه جام سیالیو په پای لوبه کې افغانستان د ۱۸۵ منډو په توپیر له پاکستان څخه لوبه وگټله.