1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انګلیڼډ پخوانی لوبغاړی د ملي لوبډلې روزونکی ټاکل شوی

۱۴۰۱ مرداد ۱, شنبه

د اينګلند پخوانی بيټسمن، جانتن ټروټ، د افغانستان د کریکټ ملي ټیم د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. د افغانستان کريکټ بورډ ويلي دي چې ټروټ به راتلونکې میاشت د افغانستان او ایرلند تر منځ لوبو کې افغان ټيم سره يو ځای شي.

https://p.dw.com/p/4EXkJ
ICC Cricket World Cup - Bangladesh gegen Afghanistan
د افغانستان د کريکټ لوبغاړي - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/PA Wire/A. Davy

د افغانستان کریکټ بورډ تر دې مخکې په مارچ مياشت کې بل انګلیس، ګراهام تورپ، د مشر روزونکي په توګه ټاکلی وو، خو وروسته له هغې چې نوموړی له شدیدې ناروغۍ سره مخ شو، بورډ د هغه د ځای ناستي په لټه کې شو.

د افغانستان کريکټ بورډ د جمعې په ورځ په خپله اعلاميه کې د جانتن ټروټ له قوله ليکي دي: «زه ویاړم او خوښ يم چې د کریکټ یو تر ټولو په زړه پورې نړیوال ټیم سره د کار کولو فرصت ترلاسه کوم.»

Flash-Galerie Cricket Jonathan Trott
جانتن ټروټ - ۲۰۱۱انځور: AP

ټروټ زیاته کړې ده چې هغه د افغانستان د ټیم له لوبغاړو سره کار کولو ته په ډيره بې صبرانه توګه لیواله دی، له هغو لوبغاړو سره چې په ښکاره توګه د داسې نتايجو د لاسته راوړلو وړتیا لري چې د «افغانستان خلک ورباندې وياړ وکړي.»

۴۱ کلن ټروټ په سويلي افریقا کې زېږېدلی دی. هغه په ۲۰۱۵م کال کې تر تقاعد مخکې دکریکټ ۵۲ تيست لوبې کړي وې.

نوموړي تر هغه وروسته د انګلستان په ټیم کې د بيټنګ برخې مشري کړې او همدارنګه د تیرکال د شل اوريزو لوبو نړیوال جام په جریان کې د سکاتلند ټيم له سلاکارانو څخه یو وو.

افغانستان به په ایرلند کې خپله لومړنۍ شل اوريزه لوبه د اګست په نهمه پيل کړي.

د افغانستان کريکټ بورډ پر خپله ويب پاڼه کې ليکلي دي چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله به په نږدې وختونو کې ایرلېنډ ته د ۵ شل اوریزه سیالیو له پاره سفر وکړي چې ښاغلی جانتن ټروټ «به ورسره د مشر روزونکي په توګه دنده هم پیل کړي.»