1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرکیټ: افغانستان په اسیايي لوبو کې دویم ځای خپل کړ

سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۱۱, جمعه

د سریلانکا لوبډلې د افغانستان د کرکیټ لوبډلې ته په پای لوبه کې ماتې ورکړه او په دې ترتیب افغانستان د اسیايي المپیک لوبو کې دویم ځای خپل کړ. په یوه بله لوبه کې بنگله دیش له هانگ کانگ څخه لوبه وگټله او دریم مقام یې وگاټه.

https://p.dw.com/p/1DPQJ
انځور: Reuters

په آسیايي اولمپیک سیالیو کې د افغانستان د کرکیټ لوبډلې په پای لوبه کې د سریلانکا له لوبډلې څخه ماته وخوړه. په دې ترتیب سریلانکا د لومړي ځای له خپلولو سره د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. افغانستان د دویم ځای خپلولو سره د سپینو زرو مډال وگاټه او د دریم مقام د تر لاسه کولو له پاره د بنگله دیش او هانگ کانگ، د لوبډلو تر منځ سیالي وشوه چې هانگ کانگ په کې ماته وخوړه او بنگله دیش د برونزو یا ژیړو مډال وگاټه. افغانستان تیره ورځ په نیمه پای لوبه کې هانگ ته ماتې ورکړې وه. دغه سیالۍ په جنوبي کوریا کې تر سره کیږي.

د جمعې ورځې په لوبه کې سریلانکا د پچې یا ټاس تر گټلو وروسته خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په وروستي اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې افغانستان ته د لوبې د گټلو له پاره د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه. افغان توپ اچوونکي یا بالران نن بیا هم ښه وځلیدل او د سریلانکا لوبډله یې دې ته پر نه ښوده چې افغانستان ته ډیر ستر هدف وټاکي.

د سریلانکا لوبډلې لومړنۍ وېکټه په دوهم اوور کې د ۷ په مجموعمي منډو ولویده. خو تر هغې وروسته د سریلانکا توپ وهونکي تم شول او دویمه ویکټه یې د ۷۹ په مجموعي منډو ولویده. تر هغې وروسته د سریلانکا لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل او ټوله لوبډله د شلم اوور په لومړي توپ وسوځیده. د سریلانکا د لوبډلې له لورې د تري مانې ۵۷ منډې او د چاندي مال ۳۳ منډې د پام وړ وې.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیات وېکټې محمد نبي واخیستي. هغه په درو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول. گلبدین نایب بیا د مقابلې لوبډلې دوه، فرید احمد، محمد نسیم او فضل الرحمان بیا یو، یو لوبغاړ وسوځاوه.

سریلانکا د لومړي ځای په خپلولو سره د سرو زرو مډال وگاټه
سریلانکا د لومړي ځای په خپلولو سره د سرو زرو مډال وگاټهانځور: Reuters

خو د افغانستان توپ وهوونکي نن د سریلانکایي بالرانو پر وړاندې ټینگ نه شول او ټوله لوبډله په ۱۸ اورونو کې د ۶۵ منډو په جوړولو سره وسوځیده. د افغانستان لومړنۍ وېکټه د ۲۰ په مجموعي منډو ولویده. تر هغې وروسته څلور لوبغاړې یو په بل پسې داسې ژر ژر وسوځیدل چې هیڅ چا یې اټکل نه کاوه. د ۳۶ په مجموعي منډو د افغانستان پنځه لوبغاړي سوځیدلي وو.

محمد شهزاد چې د تیرې ورځې په بریا کې یې لوی لاس درلود او د ۴۱ منډو جوړولو وروسته هم ناسوځیدلې پاته وو، نن بې له کومې منډې جوړولو وسوځید. د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې نجیب ترکې جوړې کړې چې په شپاړلسو توپونو ۱۷ منډې وې. د سریلانکا توپ اچونکي مېنډس درې افغان لوبغاړي وسوځول. په پای کې د افغانستان ټوله لوبډله په اتلسم اوور کې د ۶۵ منډو په جوړولو وسوځیده او سریلانکا دغه لوبه د ۶۸ منډو په توپير سره وگټله.

بنگله دیش هانگ کانگ ته ماتې ورکړه

د دریم ځای د خپلولو له پاره د بنگله دیش او هانگ د لوبډلو تر منځ سیالي وشوه. بنگله دیش په ټاکل شوو ۲۰ اوورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۲ منډې وکړې. خو په ځواب کې د هانگ کانگ لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۵ منډې جوړې کړای شوې او بنگله دیش دغه لوبه د ۲۷ منډو په توپیر سره وگټله او دریم ځای یې خپل کړ. هانگ کانگ تیره ورځ په نیمه پای لوبه کې له افغانستان څخه هم ماته خوړلې وه.