1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروکر: ولسمشر کرزی د امريکا د ملاتړ ارزښت لري

۱۳۹۰ مرداد ۶, پنجشنبه

په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو نوي سفير، د افغان ولسمشر، حامد کرزي، ستاينه کړې او ويلي يې چي، هغه يو ډير زړه ور سړی دي چي، د نړۍ تر ټولو سخته دنده يې په غاړه ده.

https://p.dw.com/p/125NL
په کابل کي د امريکا سفير راين کروکر
په کابل کي د امريکا سفير راين کروکرانځور: dapd

د امريکا د نوي سفير دغه څرګندوني کيدای سي، حامد کرزي ته د امريکا د متحده ايالاتو نرم دريځ وښيي. په دې ورستيو کي د حامد کرزي او امريکايي چارواکي تر منځ اړيکي ښې نه وې او ډيری وخت يې پر يو بل باندي تورونه لگول.

افغانستان ته د امريکا د متحده ايالاتو نوي سفير، راين کروکر، چي يوازي څو ورځي وړاندي يي خپله دنده پيل کړې، وايي چي د کابل حکومت د ده ډير تود هرکلی کړی.

هغه د چهارشنبې په ورځ په خپل لومړني خبري کنفرانس کي ويلي، چي د افغان او امريکايي چارواکو تر منځ اړيکي ډيري ښې دي:

« زه د افغانستان او امريکا د ښو اړيکو په اړه يو سوال هم نه لرم. افغانان او امريکايان په دې خبره پوهيږي چي د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي ډيري مهمي دي.»

د کروکر څخه مخکي ايکن بيري په افغانستان کي د امريکا استازيتوب کاوه. د کرزي او ايکن بيري تر منځ اړيکي ډيري ترنگلي وې.

هغه وخت چي په کابل کي ايکن بيري د امریکا د متحده ايالاتو استازي توب کاوه، ډيری امريکا ديپلوماټانو ويل، چي په کابل کي د امريکا يوه سياسي خلا سته.

دا په دې معني چي، ايکن بيري نه سوای کولای د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي په هغه ډول وساتي، لکه بايد چي وای.

څو اونۍ مخکي تر هغې چي ايکن بيري له افغانستان څخه ووزي، افغان ولسمشر ته يې اخطار ورکړی و، چي د کرزي ډير قوي انتقاد کيدای سي د افغانستان او امريکا تر منځ همکاريو ته زيان ورسوي.

داچي کروکر به د ولسمشر حامد کرزي سره خپلي اړيکي څنگه وساتي، هغه وويل:

« زه په 2002 کال کي يوازي د درو مياشتو له پاره په افغانستان کي وم، او ډير واري مي د کرزي سره خبري کړي. زه کرزي ته ډير احترام لري، هغه يو ډير متعهد او زړه ور انسان دی. هغه د افغانستان په اړه فکر کوي.»

کروکر ويلي چي هغه به د کرزي احترام وساتي، ځکه چي کرزی په نړۍ کي يو ډيره سخته دنده په غاړه لري. هغه زياته کړې، چي دی فکر کوي، چي کرزی د امريکا د ملاتړ ارزښت لري. « افغان ولسمشر د متحده ايالاتو د پياوړي ملاتړ څخه برخمند هم دی.»

په افغانستان کي د امريکا نوي سفير يوار بيا دا خبره وکړه، چي متحده ايالات په افغانستان کي د دايمي اډو د جوړولو په لټه که نه دي. خو د افغانستان او امريکا تر منځ د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو د تړون پر سر لا خبري رواني دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل