1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: په جنوبي آسيا کې تر اختر وروسته د ناورين ويره

۱۳۹۹ خرداد ۶, سه‌شنبه

په هند، پاکستان، افغانستان او بنگله ديش کې خلکو د اختر د لمانځلو پر مهال ټولنیز واټن نه دی مراعت کړی. په داسې حال کې چې په دغو هيوادونو کې کرونا وبا په چټکۍ سره خپريږي، دا کار به ښايي د يوه ناورين سبب شي.

https://p.dw.com/p/3clQG
Bangladesch Eid Muslime im Gebet
انځور: DW/S. Hossain

افغانستان

تر اختر يوه ورځ مخکې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې د خپلو خپلوانو کورونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی وو چې که چيرته خلک روغتيايي سپارښتنې رعايت نه کړي، د دغه هيواد په روغتونو کې به نه د دغې ناروغۍ د آزموينو ظرفيت او نه به هم د مبتلايانو د بستر کولو له پاره کافي بسترونه پيدا شي. د عامې روغتيا وزارت ويلي ول چې د کرونا ناروغانو په اړوندو روغتونونو کې ډير ګنجايش نه لري.

خو د اختر په شپو او ورځو کې په ځينو سيمو کې وليدل شول چې کورنۍ او دوستان سره راټول شوي او ټولنیز واټن او نورې روغتيايي سپارښتنې یې نه دي مراعت کړي.

د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې تر اختر د مخه هم ډېره گڼه گوڼه وليدل شوه او خلکو د اختر د سودا رانيولو له پاره بازارونو ته مخه کړې وه. په ډېرو سيمو کې د کوچني اختر لمونځ په جوماتونو او عيدگاو کې د خلکو په پراخ حضور سره ادا شو.

Afghanistan Eid Fest Zuckerfest in Khost
خوست کې د اختر لمونځانځور: DW/F. Zaher

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د اختر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمير تر لسو زرو لوړ ښوولی وو او کارپوهان ويره لري چې دا شميرې به تر اختر وروسته په چټکۍ سره لوړ شي.

پاکستان

د پلازمينې اسلام آباد يوه دوکاندار محمد اشرف له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «ما په يوه جومات کې له۴۰۰ کسانو سره په گډه د اختر لمونځ وکړ. اختر خو يوه میله ده؛ زه خپلو دوستانو او خپلوانو ته ور غاړه وتلم او پرته د کرونا له ویرې مې هغوی ته لاس ورکړ.»

په پاکستان کې د اختر په ورځ په جوماتونو کې ډېره گڼه گوڼه وليدل شوه. په دغه هېواد کې د روانې مياشتې په اوايلو کې چارواکو بندیز يو څه نرم کړی وو. خو کارپوهان وايي چې دا بندیز هیڅکله هم ډېر سخت نه وو او ملا امامانو له اوله سره ټولنیز واټن رد کړی وو.

په پاکستان کې د بندیزونو له کبله اقتصاد ته سخته ضربه رسېدلی ده چې له کبله یې زياترو خلکو د حکومت له خوا د بندیزونو د نرمولو د پريکړې هرکلی وکړ. محمد اشرف وويل: «موږ دوې مياشتې په کور کې وو.» نوموړی چې درې بچيان لري، زياتوي :«په اختر کې بايد خوښي وکړو. موږ نه شو کولی نور په کور کې پاتې شو او بايد ژوند وکړو.»

بنگله ديش

په بنگله ديش کې بيا دوشنبه (د می ۲۵ نيټه) د اختر لومړۍ ورځ وه. په دغه هېواد کې هم کرونا پر خپريدو ده او تر اوسه ۳۵ زره کسان په کرونا اخته شوي او۵۰۰ بنگله ديشيان په دې مرض مړه شوي دي.

روغتيايي کارپوهان وايي چې د افغانستان په گډون په ټوله جنوبي آسيا کې د کرونا د مثبتو پېښو اصلي شمیره معلومه نه ده، ځکه په دغو هېوادونو کې د آزموينې ظرفيت ټيټ دی.

د بنگله ديش حکومت تر کور د باندې اختر لمانځنو او میلو بندیز وضع کړی دی. په مسجدونو کې د اختر د لمانځه د ادا کولو اجازه وه خو امامانو ته لارښوونه شوې وه چې مقتديان یې بايد د يو بل ترمنځ فاصله مراعت کړي.

د چارواکو له خوا دا سپارښتنه هم شوې وه چې خلک بايد په ورغاړه وتلو او لاس ورکولو سره يو بل ته د اختر مبارکي ور نه کړي، څو د کرونا د خپريدو مخه ونيوله شي. خو پر دې هر څه سربيره وليدل شول چې خلک جوماتونو ته د ننوتلو پر وخت  په اوږدو کتارونو کې يو بل ته ډېر نژدې ولاړ ول.

د ډاکه ښار يوه پوليس عبدالروف دويچه ويله ته وويل: «موږ د امکان تر حده کوښښ کوو خو نه شو کولی گڼه گوڼه کنترول کړو. موږ کولی شو خو نه غواړو چې د اختر په ورځ له زرو زياتي کار واخلو. موږ يوازې د روغتيايي مقرراتو د مراعتولو غوښتنه کوو.»

Eid al-Fitr  Ramadan weltweit Zuckerfest
په هند کې زياتره مسلمانانو د اختر لمونځ په کور کې ادا کړانځور: Reuters/D. Liyanawatte

خو د تیرو کلونو په پرتله په سږني اختر کې د اختر ميلې کم رنگه وې. هغو چې په مسجدونو کې یې لمونځ ادا کړ، ځينو یې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې ډېره بل ډول تجربه یې درلودله.

هند

د هند کابو ۱۴ سلنه يعني څه نا څه ۱۷۲ ميليونه وگړي مسلمانان دي. د هند په ډېرو برخو کې اختر د دوشنبې په ورځ (د مي ۲۵ ) وو.

په ټول هيواد کې د زياترو مسجدونو د تړل کيدو له کبله او پر سترو غونډ د بندیز له وجې د اختر لمانځنې کم رنگه وې. زياترو مسلمانانو د اختر لمونځ په کور کې ادا کړ او د ټولنیز واټن مقررات یې پر ځای کړل.

د اترپرديش ایالت د مرکز لکهنو ښار يوې اوسيدونکې شکيبا عباس نقوي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «په لکهنو کې د اختر ستره غونډه په امام باره کې کیږي خو سږ کال دغه غونډه ونه شوه.»

په کیرالا کې د اختر لمونځ خلکو  د انترنت له لارې په ژوندۍ بڼه په امامانو پسې ادا کړ. پوليسو د هغو محدودو کسانو پر ضد اقدامات ورکړل چې پر بندیز سربيره د لمانځه له پاره سره راټول شوي ول.

په هند کې ناسيونالست هندوان د کرونا وبا د خپريدو پړه پر مسلمانانو اچوي. دغه تورونه تر هغه وروسته قوي شول چې معلومه شوه چې د کرونا د پېښو ډیريدل په نوي ډهلي کې د تبليغي جماعت د يوې ډلې له سترې غونډې سره اړیکه لري. په دغه تبليغي اجتماع کې کابو ۸۰۰۰ کسانو گډون کړی وو. د دې تبليغي ډلې مشر بيا وروسته د قصدي وژنې او بې غورۍ له دعوو سره مخامخ شو.

زموږ له آرشيف څخه: