1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: په اسیا کي ښځي تر فشارلاندی دي

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

په ډیرو اسیايي هیوادونو کي ښځي د فامیلي مسایلو د نظم مسئولیت پرغاړه لري، خو د کرونا بحران د قیوداتو پر وخت چي اکثریت نارینه په کورو کي بند پاته دي، دغه نظم د ګډوډيدو په حال کي دی او پر ښځو باندي د هغه ملامتي ورلویږي.

https://p.dw.com/p/3aprV
Coronavirus in Indonesien Bali
انځور: AFP/S. Tumbaleka

د مالیزیا د ښځو د چارو وزارت مجبوره وو شاته تګ وکړي. ترهغه وروسته چي په کوالالامپور کي حکومت د کرونا په خاطر قیودات وضع کړل، له ښځو څخه یې وغوښتل، چي په کورونو کي ځانونه ښه جوړ کړي او د مړونو څخه شکایت ونه کړي. خو په اجتماعي شبکو کي ددې پرضد تر انتقادونو وروسته، وزارت بخښنه وغوښتله او خپله خبره یې بیرته واخیستله.

دغه قضیه ښيي، چي د جنوبي او جنوب شرقي اسیا په ډیرو هیوادو کي بیا هم څه ډول فامیلي تصور حاکم دی. ښځي د فامیلي امنیت او نظم مسئولیت پر غاړه لري او کله چي یوه شخړه او تشنج رامنځته سي، بیا نو پر ښځو باندي د هغه مسؤلیت ورلویږي.

یو ویتنامی متل دا خبره په دې ډول سره خلاصه کوي: »نارینه کور جوړوي او ښځه د کور دننه.«

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خبردراری

د کرونا د بحران پر وخت قیودات په دې معنی دي، چي د فامیل ټوله غړي په خپلو څلورو دیوالونو کي تر سختو شرایطو لاندي ژوند کوي. فامیلونه اوس په بې له هغه تنګو خونو کي سره یوځای دي. پر ټولو غړو باندي فشار ډيريږي، خو پر ښځو باندي نورهم ډير، خصوصأ په محافظه کارو کورنیو کي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریس له همدې کبله د یوه ویدیويي پیغام له لاري د فامیلي تشدد د ډیریدو څخه خبرداری ورکړی او ویلي يې دي : »په وروستیو اوونیو کي، په کومو کي چي اقتصادي او اجتماعي فشار او همدارنګه بیره ډیره سوې ده، موږ د کورني تشدد د ډيریدو شاهدان یو. د هغو ښځو تعداد چي د مشورو غوښتنه یې کړې، په ځینو هیوادو کي دوه چنده سوی دی.«

تر پخوا ډیر وظایف

خو د ښځو له پاره یوازي فامیلي تشدد لوړ نه دی. پر هغو ښځو باندي هم فشار په مجموع کي لوړیږي، چي تر اوسه پوري ورباندي ډیر نه ؤ. ځکه چي ښځي د کار د بین المللي سازمان (آی ایل او) د ۲۰۱۸م کال د یوه رپوټ پر اساس تر نارینه وو ډیر وخت پر پالنه او روزنه باندي تیروي، لکه د کوچنیانو روزنه یا په کورنئ کي د زړو کسانو پالنه.

د دغه سازمان په حواله دغه تفاوتونه هیچیري دونه ډیر نه دي، لکه په اسیا کي، چیري چي ۸۰ فیصده کارونه په کورونو کي د ښځو پرغاړه دي.

په اندونیزیا کي چیري چي حکومت د همدې کال د مارچ له ۱۶ مي راهیسي د (اجتماعي جلاوالی) سیاست تعقیبوي، مکتبونه تړل سوي دي. کوچنیانو ته په کورونو کي درس ورکول کیږي. په لویو ښارونو لکه جاکارتا کي د زده کړي دغه ډیجیتلي پروګرامونه ښه عملی کیږي، خو په اطرافو او محلاتو کي بیا نه.

په خراب حالت کي میندي مجبوره دي، چي خپله کاري وظیفه له کور څخه اجرأ او هم یې تر څنګ د کور کارونه، د ډوډۍ پخول، د کوچنیانو تعیلم او تربیه هم پرغاړه واخلي.

په اندونیزیا کي له ښځو سره د زورزياتي پرضد مبارزې ملي کمیسيون خبرداری ورکړی دی، چي ښځي د کرونا د بحران پر وخت له لا ډیرو وظایفو سره لاس او ګریوان کیږي.

دغه کمېسيون د اندونیزیا د ښځو وزارت څخه غوښتي دي، چي په فامیلونو کي دلا ډیرمساوات تبلیغات او خبرداري ورکړي او په کورنیو کي وظایف په مساوي ډول سره تقسیم سي.