1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترکي ډاکټران ولې د حکومت پر خلاف د کرونا له کبله اندیښمن دي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

په ترکیه کي هم د کرونا ویروس په ډیر شدت سره خپریږي. که څه هم حکومت خلکو ته ډاډ ورکړی چي هر څه یې ترکنترول لاندي دي خو ډاکټران بیا له دغه ویروس سره د مبارزې په لار کي د حکومت د سخت غفلت خبره کوي.

https://p.dw.com/p/3aDAL
Türkei Ankara | Coronavirus
انځور: picture-alliance/dpa/XinHua/M. Kaya

په ظاهر کي د ترکیې حکومت د کرونا ویروس سره په مبارزه کي جدي دی. د ترکي ټولني اکثریت هم په دې نظر دي. واقعأ هم د هغه سره په مبارزه کي ډیر تدابیر تر لاس لاندي نیول سوي دي: ډیر وختي مکتبونه وتړل سول، لوی اجتماعات بند سول، د ایران - چي د کرونا ویروس سره سخت لاس او ګریوان دی - سره سرحد تړل سوی او حتی تر ۶۵ کلنۍ پورته خلک د کورو څخه نه سي راوتلای.

د ترکیې د عامه روغتیا وزیر فاریتین کوجا، هره ورځ د تویتر له لاري خلکو ته د کرونا تازه ارقام ورکوي. هغه په ډیري خوشالۍ سره اعلانوي چي څومره ډیر ټِستونه یې کړي دي. آن اپوزیسون چي همیشه د حکومت سره په دوامداره شخړه کي قرار لري د دغه حالت څخه راضي ښکاري.

خو هر یو د کرونا پر دغه تصویر باندي اعتماد نلري. دویچه ویله د ترکي ډاکترانو سره خبري کړي دي چي په روغتونونو کي د کرونا په سرویسونو کي کار کوي. هغوی چي ټولو یې غوښتل نومونه یې پټ پاته سي د کرونا ویروس سره د مبارزې په لار کي د سخت غفلت څخه خبري کوي. هغوی د حکومت پر دې څرګندونو باندي هم شک ښکاره کړی دی چي ګواکي د کرونا بحران یې تر کنټرول لاندی دی.

یوه ډاکټر وویل: «مشکل د ویروس په له منځه تلو کي نه دی بلکي په ویروس باندی د ډیرو کسانو په اخته کیدو کي دی. د هغوی تعداد په شدت سره لوړیږي او حتی په ټوله دنیا کي کافي طبي تجهیزات او تنفسي آلې وجود نلري، ترڅو د هغه د لوړیدو مخنیوی پرې وسي.»

د کرونا آزمینې ډیرې لږې دي

د ترکیې د عامه روغتیا وزیر په دې منځ کي خلکو ته ډاډ ورکړی دی چي د کرونا کافي اندازه آزموینې تر سوي دي ترڅو د ویروس د پراخیدو مخنیوی وسي. هغه د تیري شنبه په ورځ په خپل تویت کي ولیکل چي یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي۷۶۴۱ آزموینې تر سره سوی دي.

خو بیا برعکس اکثره ډاکټرانو دې ته اشاره کړې ده، چي ډیرې لږې آزموینې سوې دي. د هغوی په خبره، په سلو مریضانو کي یوازي د دوو کسانو آزموینې سوې دي.

ډاکټران وایي چې که حتی یو څوک د کرونا خاص علایم لکه د سږو التهاب ، تبه او یا ټوخی هم ولري نو آزموینه یې نه تر سره کیږي. هغوی ګواښ کوي چې په دې خاطر به نو په ترکیه کي په کرونا د اخته پټ پاته سویو کسانو تعداد په مراتب سره نور هم لوړ وي.

(qs/ms (dw