1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا د ايران مذهبي مشرتابه ته يوه ننګونه ده

۱۳۹۹ شهریور ۲۶, چهارشنبه

ايران د کرونا ناروغۍ باوجوده مذهبي او ملي لمانځغونډي لغوه کول نه غواړي ځکه چي باندي خپلې مشرتابه ته د مشروعيت ورکولو ليوال دی. خو کارپوهان وايي افکار د تغير په حال کي دي.

https://p.dw.com/p/3iYN8
Iran Ashura Fest Religion Islam
انځور: picture-alliance/dpa/F. Bahrami

د ايران د معتقدو شعيه مذهبو له پاره دا يو د ناهيلۍ خبر ؤ چي سږ کال به هغوی په عراق کي د اربعين (څلوېښتمه) په لمانځنو کي د ګډون اجازه ونه لري. شعيه مذهبه هر کال د عاشورا څخه څلوېښت ورځي وروسته د عراق په کربلا ښار کي ځانګړي مذهبي مراسم تر سره کوي چي ورته په فارسي کي «پیاده‌روی اربعین» يا د څلوېښتمي د پښو تګ ويل کيږي. دغه مراسم د عاشورې څخه پېل سوي د وير څلوېښت ورځني مراسمو وروستی پړاو تشکيلوي چي پکښي په مليونونو زيارت کوونکي ګډون کوي. په پام کي نيول سوې وه چي د هر کال په شان سږ کال هم د ايران زيارت کوونکي په يادو مراسمو کي د ګډون له پاره عراق ته ولاړ سي. دغه مراسم د اکتوبر مياشتي د ۷مې نيټي له پاره پلان سوي ول. خو د ايران ولسمشر حسن روحاني د سپتمبر په پېل کي اعلان وکړ چي په يادو لمانځنو کي به ايراني زيارت کوونکي ونډه نه اخلي.

خامنايي د روغتيايي چارو د کارپوهانو ملاتړ کوي

په ايران کي دننه لمانځنو په هکله ايراني چارواکو له احتياط څخه د کار اخيستنې سپارښتنه کړې. په دې ترڅ کي د عاشورا د لمانځلو اجازه ورکړل سوه خو دغه د زيات شمېر احتياطي تدابيرو سره مشروطه وه. دغه مراسم د روان کال د اګست مياشتي په ۲۸مه او ۲۹مه په داسي حال کي تر سره سول چي د روغتيايي چارو د کارپوهانو له خوا وړاندي سوو پر ټولو شرايطو بايد عمل سوی وای.

د ايران مذهبي مشر آيت الله خامنه اي د مراسمو د لمانځلو په ترڅ کې تګلاري تعين کوونکی وو. لکه هغه چي د محرم په پېل کي وويل: «هغه اصول او قواعد چي د کورونا د مخنيوي له پاره د ملي تاسک فورس له خوا وضحه سوي دي، هغه بايد عملي کړل سي.» هغه زياته کړې وه: «زه ټولو وير کوونکو ته مشوره ورکوم چي اصول او قواعد مراعت کړي، که نه نو يوه فاجعه به رامنځ ته سي.» دولتي رسنيو خامنه اي په يوه تکيه خانه کي ښودلی ؤ چي د ماسک سره ځانته ناست ؤ او وعظ ته يې غوږ نيولی ؤ.

Iran Ali Khamenei bei Muharram-Trauerfeier
د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه اي په يوه تکیه خانه کې وعظ ته غوږ نيولیانځور: khamenei.ir

دولت د تائيد له پاره مذهبي مراسمو ته اړتيا لري

خو د مذهبي مراسمو پر وخت محدوديتونه وضعه کول د ايران د مشرتابه له پاره آسانه کار نه دی. دا ځکه چي دغه هيواد چي «اسلامي جمهوريت ايران» نوميږي مذهب خپل بنياد ګڼي. د دغه هيواد اساسي قانون پر مذهبي شريعت ولاړ دی چي پکښي تر ټولو قوي او مهمي چوکۍ د مذهبي مشرانو په لاس کي دي.

د آلمان د ګيوتينګن په پوهنتون کي د سياسي چارو کارپوه بهروز خسروزده وايي چي البته «د ايران په عام ولس کي په تحميلي توګه دين هر چيري موجود دی.» دغه کارپوه د ياد پوهنتون د دموکراسۍ په تړاو څېړنو د انستيتيوت استاد دی او زياتوي چي دغه د دين موجوديت تر زياتي اندازې نمايشي بڼه لري.

په زياته بيا د عاشورا لمانځنو ته هميشه د شعيه مذهب د نږه والي يا خالصوالي په توګه تبليغ کيږي. د بېلګي په توګه د «تهران ټايمز» د سپتمبر د څلورمي نېټي په ګڼه کي د عاشورا لمانځنو په هکله ليکل سوي چي دغه لمانځنې «د اخلاقي معيار او پرنسيپ په تر ټولو هسکه څوکه، د انساني کردار تر ټولو ښه او اعلی مقام او د مشرتابه لارښوونکی مشعل» دي. په دې توګه نو دغه لمانځنې د «امریکا د ولسمشر دونلد ترمپ د مصنوعي نړۍ» برعکس د ژوند تګلاره وړاندي کوي.

خو سياستپوه خسروزاده په دې هکله شک ښيي چي له دين او مذهب څخه د خپلو مقاصدو له پاره اوزار جوړونه به ټولو هيلو ته مثبت جواب وويلای سي. هغه زياتوي چي د ايران مشرتابه کوښښ کوي چي د دين او مذهب قوت يې د لويو او سترو لمانځنو په ترڅ کي لا زيات او په دوامداره توګه قوي سي. د هغه په وينا خو د دغو هڅو برياليتوب صرف د مخکي لا د دغه نظام د پلوي ډلې پوري محدود دی، «کوم چي د ټول ولس په تناسب يوه مطلقه لږکۍ ده.»

Iran Ashura Fest Religion Islam
په ايران کې د عاشورا مراسمانځور: picture-alliance/dpa/M. Nikoubazi

زيات ايرانيان د دين او دولت د بېلتون غوښتونکي دي

د تيلبورګ پوهنتون د ګامان انستيتيوت له خوا يوه نظرپوښتنه تر سره سوې چي پکښي روښانه سوي چي زيات ايرانيان د دولت او دين تر منځ د بيلتون غوښتونکي دي. د دموګرافۍ ياد انستيتيوت چي د ايران سره د تړلو چارو تخصص لري، د نظرپوښتني په پايله کي يې راغلي چي له پوښتل سوو څخه ۶۸ فيصده ايرانيان په دې نظر دي چي ديني اصول بايد له دولتي قانون جوړونې څخه بېل کړل سي. د پوښتل سوو د ياد اکثريت په وينا ياد بېلتون بايد هغه وخت هم وساتل سي کله چي دين ته زيات معتقد کسان په پارلمان کي اکثريت ولري. له پوښتل سوو څخه صرف ۱۴ فيصدو يې دا نظر څرګند کړی چي قانون او دين بايد يو د بل سره مطابقت ولري. له پوښتل سوو څخه نژدې نيمه برخه يې د دې په حق کي ده چي ماشومان يې بايد په ښوونځي کي بېلې عقيدې وپېژني. له پوښتل سوو څخه ۷۲ فيصده يې د حجاب/چادر د مکلفيت پر ضد دي.

د هالند د اوتريخت پوهنتون څخه د ديني چارو ايران الاصله هالندی کارپوه پويان تميمي عرب وايي چي پاندمي ښايي په ولس کي د تيوکراتيکو سياسي افکارو پر وړاندي د ضديت د زياتېدو لامل سي. د هغه په وينا هر څومره چي دا خبره واضح کيږي چي د پاندمي سره د مبارزې له پاره منطقي او ساينسي برخورد ته اړتيا سته هومره زيات به د مذهبي تشريحاتو په وړاندي بې باوري او په دې توګه د مذهبي دلايلو پر اساس د ايران د مشرتابه د واکمنۍ استدلال او مشروعيت ته زيان رسيږي.

بهروز خسروزاده په همدې نظر دی. د کال په پېل کي د هغه په چاپ سوي کتاب «بې ثباته کوونکی ايران: ۴۱ کاله اسلامي جمهوريت، خو لا تر کوم وخته؟» کي پر اړونده موضوعاتو بحث کړی دی. که څه چي مذهبي کسان وتوانېدل چي د ځانګړو شرايطو په شتون کي بيا هم په پاندمي کي د عاشورا مراسم تر سره کړي، خو د خسروزاده په وينا د هغوی خوښي ښايي په اوږده موده کي په ناهيلۍ بدله سي. د خسرو زاده په وينا د پاندمي له کبله نه يوازي د مشرتابه لياقت زيان رسېدلی بلکه د مذهبي دلايلو پر اساس د مشرتابه د واک حق ته هم.

ک.ک./ا.ا./ب.ص.

زموږ له آرشیف څخه: