1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په هالنډ کي له يوه موزیمه د شپږ میلیونه یورو تابلو غلا شوې

۱۳۹۹ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

هالنډ کې د کرونا ویروس په خاطر د ګرځبندیز له امله بند کړای شوي یوه موزیم څخه نامعلومو کسانو د خپل وخت د مشهور انځورګر ونسنټ فان ګوخ، یوه نقاشي چې شپږ میلیونه یورو ارزښت لري غلا کړې ده.

https://p.dw.com/p/3aEOl
Niederlande | Laren |  Einbruch Singer Museum
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

د سنګر لارین موزیم د هالنډ د پلازمېنې امستردام په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. دا موزیم هم د دغه هیواد د یو شمیر نورو موزیمونو او عامه ځایونو په څیر د کرونا ویروس د وبا له امله د مارچ میاشتې په لومړیو کې تړل شوې دی.

د دغه موزیم مشر ژان رودولف دی لورم، د دوشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۳۰ نیټه) په ماښام وویل چې دغه تابلو تیره شپه نامعلومو کسانو غلا کړی دی. د فان ګوخ د غلا کړل شوي دغې نقاشۍ عنوان دی (سپرنګ ګارډن) یا د پسرلي بڼ.

د دی لورم، په خبره د فان ګوخ د نقاشۍ دغه تابلو ۶ میلیونه یورو ارزښت درلود. د موزیم مشر دی لور وایي چې د دې نقاشي غلا یو ډیر درون جرم دی او جریمه به یي هم ډیره درنه وي.

د موزیم مشر زیاته کړه: «هنر خو د دې له پاره وي چې خلکو ته خوښي ور وبخښي، نه دا چې خلک یي لوټ کړي او له ځان سره یې یوسي.»

پولیسو ویلي دي چې له ابتدایي پلټنو څخه معلومه شوې ده چې نامعلومه کسان د ۲:۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د سنګر لارین موزیم ته ننوتلي دي. زیاته شوې ده چې د نورو پلټنو له پاره به په موزیم کې د نصب کړای شویو امنیتي کامرو عکسونه او فلمبرداري به وڅیړل شي.

د حیرانتیا خبره خو دا ده چې په دې هالنډي موزیم کې نږدې ۳۰۰۰ هنري آثار ایښودل شوي دي، خو غلو بل هیڅ کومې نقاشۍ ته لاس هم نه دی ور وړی او یوازې د سپرنګ ګارډن په نامه د فان ګوخ نقاشي یي له ځان سره وړې ده.

دا چې په دې موزیم کې د امریکایي نقاشانو ولیم او آنا سنګر هنري آثار هم ایښودل شوي دي، نو له همدې امله د سنګر لارین موزیم په نوم نومول شوی دی.

سربیره پر دې په دې موزیم کې د مشهور هالنډي هنرمند پيټ موندریان او د هالنډي الاصله اندونیزیایي هنرمند ژان توروپ ډیر قیمتي آثار هم ساتل شوي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ن.ز