1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هنده د يو ډول درمل پر صادراتو بنديز ته د ترمپ غبرګون

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر، ترمپ د کووید ۱۹ ناروغۍ د احتمالي درملني په دلیل هیدروکسي کلوروکین درمل یوه »الهي تحفه« بللي ده. خو هندوستان چي دغو دارو د تولید یو لوی هیواد دی، خارج ته یې د هغه په صاداتو بنديز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/3ab8n
USA Donald Trump spricht über das Coronavirus in Washington
انځور: picture-lliance/Newscom/UPI Photo/Y. Gripas

دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ د هیدروکسي کلوروکین د دارو درملو د صادراتو د منع کولو په هکله هندوستان ته د خپلي پریکړي خبرداری ورکړ. هیدروکسي کلوروکین د ملاریا ضد درمل دي چی په اوس وخت کي په کووید ۱۹ ناروغي پوري اخته ناروغانو د درملني له پاره پرې پلټني کیږي.

ترمپ په سپینه ماڼۍ کی د یوې غونډي په ترڅ کي وویل چي د یکشنبې په سهار یې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره تلیفوني خبري کړي او هغه ته یې ویلي دي چي که امریکا ته د هیدروکسي کلوروکین لیږدولو ته اجازه ورنکړي، نو امریکا به په متقابلو اقداماتو لاس پوري کړي.

د هندوستان د تجارت د تنظیمولو ادارې د یکشنبې په ورځ ددغو درملو پر صادراتو باندي بندیز اعلان کړ. په همدغه ورځ ترمپ د تلیفون له لاري له نریندرا مودي څخه د هغه د استولو غوښتونکی سو.

هندوستان ویلي دي چي پر خپل دغه تصمیم به تجدید نظر وکړي او نن سه شنبه ورځ به اعلان وکړي.

هیدروکسي کلوروکین څه شي دي؟

هیدروکسي کلوروکین یوه ګرانبیه دوا ده چي د ملاریا، هډوکو د روماتیزم او د پوست د ِسل پرضد درملنه کي ترې کار اخیستل کیږي. دغه درمل په بدن کي تر حده زیات فعال دفاعي سیسټم آراموي او په فرانسه او چین کي د لومړنیو آزموینو نتیجې ښودلې چی د کووید ۱۹ ناروغۍ پر ضد هم چی د نوي ویرس په نتیجه کي رامنځته کیږي، اغیزمن دي.

خو کارپوهان بيا هم په دې نظر دي چی لاس ته راغلي شواهد ښيي چي تر اوسه پوري لا هغه د کووید ۱۹ ناروغانو د درملنی له پاره کفایت نه کوي.

ترمپ تیره میاشت د تویتر له لاري اعلان وکړ چي دغه درمل د طبابت په تاریخ کي د تغیریدو قابلیت لري.

په امریکا متحده ایالاتو کي په کرونا باندي د اخته کسانو د شمیر په زیاتیدو سره، ترمپ هڅه کوي چی د کووید ۱۹ ناروغانو د درملني له پاره د هغه د اغیزي په هکله امیدواري ورکړي.

خو طبي کارپوهان د احتیاط څخه د کار اخیستلو غوښتنه کوي او وايي چي ددغي دوا جانبي عوارض ښايي ترهغه ډیر وي، لکه چي اټکل یې کیږي.

د امریکا د طبي انجمن مشر ډاکټر پاتریک هاریس د ترمپ پوښتني ته په اشارې سره وايي چي »خلک به خپل صحت له لاسه ورکړي او زړه کيدای سي و دریږي.«

په خبره یې د سترګو د دید له لاسه ورکول او قلبي ستونزي د دغي دوا د احتمالي جانبي عوارضو څخه شمیرل کیږي.