1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسلمانان د کرونا پر وخت دوهمې روژې ته څنګه تیاری نیسي؟

۱۴۰۰ فروردین ۲۱, شنبه

د کرونا ويروس خپراوي ته په کتو، عربي هيوادونو د روژې په مياشت کې يو لړ ځانګړي مقررات په نظر کې نيولي دي. په ځانګړې توګه د مسلمانانو له پاره د واکسين او په آنلاين بڼه د عبادت، لمونځ او روژه ماتي په برخو کې.

https://p.dw.com/p/3roNE
Ramadan 2020 Ägypten Kairo Gebet al-Azhar-Moschee
انځور: SAMER ABDALLAH/AFP/Getty Images

د روژې مياشت په ډير احتمال د دوشنبې په ورځ د اپريل ۱۲ پيليږي او دغه راز تمه ده چې د امريکا قارې په هیوادونو او ځینو نورو کې يوه ورځ وروسته وي.

د روژې میاشتې د پيل دقیق وخت، د نوې میاشتې د سپوږمۍ له لیدو سره تړاو لري. د افغانستان په ګډون د نړۍ ډيری هیوادونه په دې برخه کې له سعودي عربستان څخه پيروي کوي. تمه ده چې په سعودي عربستان کې مياشت د سه شبنې په ورځ د اپريل په ۱۳مه د ليدو وړ وي.

د روژې يا رمضان مياشت په اسلامي جنتري کې د کال تر ټولو غوره او مهمه مياشت ده. مسلمانان په دې عقیده دي چې خدای ج په دغې مياشت کې د مسلمانان پر پيغمبر حضرت محمد باندې د قران کريم لومړني آيتونه نازل کړل.

سږکال د روژې میاشت د دوهم ځل له پاره په کرونايي حالت کې راځي، په همدې دلیل د دغې میاشتې په جریان کې د کرونا ويروس د لا خپراوي د مخنيوي په موخه په مقرراتو کې يو ځل بیا تغيیرات رامنځ ته او په ټولو عربي هیوادونو کې نوي قوانین تصويب شوي دي.

Ramadan 2020 Kuwait
سږنۍ روژه مبارکه د دوهم ځل له پاره د کرونا وبا په شتون کې راځيانځور: Jaber Abdulkhaleg/AA/picture alliance

واکسين درمل دی که غذا؟

يوه پوښتنه چې تيره اوونۍ ورباندې ډير بحثونه وشول دا وه، چې آیا د کرونا په واکسين باندې روژه ماتيږي که نه؟

د اردن ستر مفتي، شيخ عبدالکريم خساونه د همدې اوونۍ په جریان کې دغه بحث د يوې فتوا په ورکولو سره پای ته ورساوه. هغه وويل: «د کرونا واکسين، د بل هر ډول واکسين په توګه چې په عضلاتو کې تزريق کيږي، د روژې مبارکې میاشتې په جريان کې د روژې د ماتيدو سبب نه ګرځي.»

خو که چیرته شخص د واکسین تر لګولو وروسته، له جانبي عوارضو سره مخ شي، د بيلګې په توګه شديده تبه ورباندې راشي، درمل وخوري او روژه يې ماته کړي، «په هغه صورت کې باید دغه ورځ د قران د احکامو پر اساس له سره ونیسي.»

د اکثرو اسلامي هیوادونو سترو مفتیانو او مذهبي مقاماتو له دغه تصمیم څخه ملاتړ کړی دی.

Südkorea Seoul | Coronavirus | Start Impfkampagne | AstraZeneca
د اردن یوه مفتي اعلان وکړ چې د کرونا واکسین کولو باندې روژه نه ماتيږي اکثرو اسلامي هیوادونو ورڅخه پيروي کړېانځور: Jung Yeon-jeREUTERS

د لمانځه او عبادت له پاره محدوده فضا

په اکثرو عربي هیوادونو کې مسجدونو په کرونا د اخته کیدو پيښو د کميدو په موخه، د لمونځ کونکو شمیر ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کم کړی دی تر څو د لمونځ کونکو تر منځ کافي واټن موجود وي. د دې سربيره دننه په مسجدونو کې د ماسک تړل اجباري شوي دي.

د سعودي عربستان د مسجدالحرام او مسجد نبوي ادارو ويلي دي چې مسلمانان کولی شي د روژې په میاشت کې عمره ترسره کړي. زيارت کونکي همدا ډول کولی شي د لازمو مقرراتو په رعایت سره له مقدسو ځایونو څخه لیدنه وکړي. د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت تیره اوونۍ اعلان وکړ چې له دغو مقرراتو څخه سرغړونکي به ۱۰ زره ریاله (۲۶۰۰ امریکايي ډالر) جریمه شي. خو سعودي حکومت ويلي وو چې يوازې هغه افراد چې د کرونا واکسین يې کړی وي د عمرې کولو اجازه به ولري.

سعودي عربستان په روژې مياشت کې د عمرې کولو شرایط اعلان کړل

Saudi-Arabien Mekka | Gebet mit Social Distancing
سعودي عربستان حکومت اعلان کړی هغه کسان چې د کرونا واکسين يې کړی وي د عمرې کولو اجازه ورکول کیږيانځور: picture-alliance/abaca/Balkis PRess

په دوبۍ کې د تراويح لمونځ له پاره نهایت ۳۰ دقيقې ټاکل شوي دي. مسلمانان يوازې ۳۰ دقیقې کولی شي د تراويح لمونځ پر وخت په مسجد کې حضور ولري. په (اکثرو مسلمانو هیوادونو) کې مذهبي مشرانو سپارښتنه کړې چې د کرونا په اوسنيو شرایطو کې تر ټولو ښه دا دی چې په روژې میاشت کې خلک خپل لمونځونه او عبادات په کورنو کې وکړي.

په آنلاین بڼه لمونځ او عبادت کولو باندې اختلاف

تیره اوونۍ د مذهبي مشرانو په منځ کې د آنلاين لمونځ او عبادت کولو پر موضوع بحثونه وشول.

د لبنان د صيدا ښار چې د بیروت سويل ته په ۴۰ کيلومترۍ کې پروت د تر ټولو لوی مسجد امام، شیخ محمد ابوزید دويچه وله ته وويل: «په اسلام کې لمونځ دوه برخې لري. لومړۍ برخه يې د امام له خوا تدريس او وعظ دی، په داسې حال کې چې مومنان يې خبرو ته غوږ نيسي.» خو بله برخه يې چې په هغې کې مومنان له يو بل سره عبادت کوي هغه «نشي کیدای چې په آنلاين بڼه یا له کوم بل ځايه وشي.»

په ایران کې لمونځ، عبادات، ويناوې او د قرانکريم تلاوت د ټولنيزو رسنيو له لارې په ژوندۍ بڼه خپريږي. حتی د ایران مذهبي مشر، آیت الله خامنه یی هم د قرانکريم د تلاوت کلنی مراسم د ويډيو کنفرانس له لارې اجرا کوي.

کرونايي محدوديتونه ادامه لري

Ramadan 2020 Libanon Beirut | Gebet Mohammed al-Amin Moschee
اکثرو جوماتونو د مقتدیانو شمیر ۲۰ تر ۳۰ سلنې کم کړی تر څو د لمونځ کونکو تر منځ کافي واټن موجود ويانځور: ANWAR AMRO/AFP/Getty Images

د کرونا ویروس د لا خپروايي د مخنيوي له پاره، په ټول منځني ختيځ کې د خلکو د تګ راتګ محدودیتونه یا تصویب شوي دی او یا  به نور هم پراخيږي.

د بيلګې په توګه د عمان پاچا اعلان وکړ چې د روژې په مياشت کې به د خلکو او نقليه وسايطو تګ راتګ شپي له ۹ بجو د سهار تر ۴ بجو پورې ممنوع کړي او دغه راز سوداګريز ګډ فعالیتونه هم ممنوع اعلان شوي دي.

په مراکش کې د شپي ګرځبنديز، وغځول شو. دې سره په دغه هیواد کې شپي له ۸ بجو د سهار تر ۶ بجو د خلکو ګرځيدل ممنوع اعلان شوي دي. په ترکيه کې بیا د اوونۍ په دوو وروستيو ورځو (شنبه او يکشنبه) کې ګرځبنديز دی. په عراق کې د شپي له ۹ بجو د سهار تر ۵ بجو پورې د خلکو پر تګ راتګ بنديز لګول شوی دی. دغه ممنوعيت تر ډيره د جمعې او شنبې په ورځو کې سخت نيول شوي دي.

په مسلمان هیوادونو کې د هغو افرادو شمیر ډیر شوی چې د روژې مياشتې له پاره په آنلاين بڼه د خپلو کورونو د ښايست یا ډيکور کولو له پاره لاس په کار شوي.

جنیفر هولایس/م. ا./م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوریز البوم: