1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرمپ کارن باور: افغانان دې هم د سولې په خبرو کې شامل شي

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د آلمان د دفاع وزیرې انه ګریت کرمپ کارن باور افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دي چې له طالبانو سره دې د سولې په خبرو کې افغان سیاستوال هم شامل کړی شي. نوموړې د ټاکنو د پايلو ژر تر ژره اعلانولو هیله هم څرگنده کړه.

https://p.dw.com/p/3U8rq
Afghanistan l Verteidigungsministerin Kramp-Karrenbauer trifft Präsident Ghani
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې کرمپ کارن باور د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ پر دې آند یو چې د سولې په خبرو اترو او د سولې په تړون کې باید افغان سیاستوال او مشران هم شامل وي.»

د آلمان د دفاع وزیره کرمپ کارن باور چې د مسیحي دیموکرات ګوند مشره هم ده د دوشنبې په ورځ مزار شریف ته تللې وه او هلته یې له مستقرو آلماني سرتیرو سره د مارمل په پوځي اډه کې لیدلې وو. هغې په افغانستان کې د ناټو د ثبات په ماموریت کې د آلمان د ونډې د غځیدو خبره هم کړې وه. آلمان په افغانستان کې د ناټو د «غوڅ ماموریت» په چوکاټ د شا او خوا ۱۲۰۰ سرتیرو په لرلو سره ونډه. سږ کال د آلمان پارلمان دغه ماموریت د راتلونکي میلادي کال د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې غځولی دی.

د کرمپ کارن باور څرګندونې له دې انتقاد وروسته کیږي چې په تیرو وختونو کې متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې د پروسې په هکله خبرې کولې خو په دغه پروسه کې افغان سیاستوال ښکیل نه وو. تیره اوونۍ د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پيلیدو یادونه وکړه.

د سه شنبې په ورځ کرمپ کرن باور دې ته هم اشاره وکړه چې برلین او کابل ګډ هدف لري چې په افغانستان کې په راتلونکي کې خلک په سوله، مصوونیت او آزادۍ کې ژوند وکړي او په خبره یې دا هغه هدف دی چې دواړه هیوادونه یې له کلونو راهیسې په هکله کار کوي.

د آلمان د دفاع وزیري په خبره د دواړو هیوادونو تر منځ چارې په سمه توګه روانې دي او غواړي چې دغه څه ادامه ومومي. هغې زیاته کړه چې د تعلیم او چاپیریال پر موضوعاتو هم خبرې شوي دي.

په دغه خبري کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کرمپ کارن باور څخه د آلمان د پوځي او بشري مرستو له کبله مننه وکړه. اشرف غني د هغو آلماني سرتیرو له کورنیو هم مننه وکړه چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.

کرمپ کارن باور هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د ولسمشریزي ټاکنې ژر داسې یوه پایلې ته ورسیږي چې د ټولو له پاره د منلو وړ وي.

د افغانستان ولسمشریزي ټاکنې په سپتمبر میاشت کې ترسره شوې خو د تخنیکي ستونزو او د لاسوهنې د تورونو له کبله لا تر اوسه نه دي اعلان شوي. څارونکي په دې آند دي چې د ټاکنو پر پایلو اعتراض ښایي د یوه نوي کړکیچ سبب شي.

sr/bs (dpa)