1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د ګډوډۍ د مخنيوي په موخه مې طالبان کابل ته را وبلل

۱۴۰۰ آذر ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشيتد پريس خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي چې طالبانو کابل نه وو نیولی بلکې له افغانستان څخه د اشرف غني تر وتلو وروسته هغه دوی ته بلنه ورکړه څو په کابل کې د ګډوډۍ مخه ونيوله شي.

https://p.dw.com/p/44JYy
Afghanistan | ehemaliger Präsident Hamid Karzai
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشتيد پريس خبري آژانس سره په مرکه کې د کابل د سقوط په اړه له ځينو رازونو پرده پورته کړې ده. هغه د محمد اشرف غني د ناڅاپي وتلو په شمول په دې اړه هم غږیدلی چې څرنګه یې «طالبانو ته کابل ته د داخليدو بلنه ورکړه څو د هېواد او خلکو ساتنه وکړي، په ښار کې ګډوډي رامنځته نه شي او هغه غير مطلوب عناصر چې احتمالاً به یې هېواد او شتمنۍ لوټ کړی وای، منعې کړي.»

کله چې غني له افغانستانه ولاړ، امنيتي چارواکي هم ولاړل. آن کله چې کرزي د دفاع د هغه وخت له وزير بسم الله خان محمدي سره تماس ونیوه، هغه هم له کرزي وغوښتل چې له کابله ووځي. کرزی وايي چې له بسم الله خان سره له دې کبله تماس نيولی وو څو وپوهيږي چې له دولت څخه تر اوسه څه پاتې دي، خو معلومه شوه چې هیڅوک هم پاتې نه دی؛ آن د کابل امنيه قوماندان هم پر خپل ځای نه وو.

کرزی چې په ۲۰۰۱م کال کې طالبانو د لومړۍ دورې تر سقوط وروسته ديارلس کاله جمهور رئيس وو، د هېواده وتلو ته یې زړه ښه نه کړ.

نوموړي په کابل کې د خپل کور په حويلۍ کې چې له خپلې مېرمني او اولادونو سره پکې اوسي، په يوه مرکه کې پر دې ټینګار وکړ چې د غني وتلو د يوه توافق له لارې کابل ته د طالبانو د داخليدو وروستۍ هڅې له ناکامۍ سره مخ کړې.

د دې مرکې پر اساس کرزي او عبدالله له غني سره ليده کاته کړي وو او توافق شوی وو چې دواړه به د يوه پنځلس کسیز پلاوي سره يوه ورځ وروسته دوحې ته ځي څو د واک د ويش پر سر توافق رامنځته شي. طالبان لا دمخه د کابل څنډو ته نزدې شوي ول خو کرزی وایي چې مشرتابه یې په قطر کې ژمنه کړې وه چې د دې ډلې جنګيالي به تر هغه چې يو توافق نه وي رامنځته شوی، تر کابل دباندې پاته شي.

Afghanistan Taliban Tötungen Symbolbild
انځور: HOSHANG HASHIMI AFP via Getty Images

کرزي وویل چې د اګست پر ۱۵مه سهار وختي يې غوښتل چې يو ليست چمتو کړم خو ښار ناآرام وو. کرزي وویل چې دوحې ته یې زنګ وواهه او له طالبانو یې وغوښتل چې کابل ته داخل نه شي.

کرزي زياته کړه چې د همدې ورځي په ماسپښين طالبانو تماس راسره ونيوه څو راته ووايي چې «حکومت بايد پر خپل ځای پاتی شي او هیڅوک هم له خپله ځایه حرکت ونه کړي ځکه چې هغوی کابل ته د داخليدو اراده نه لري.» کرزي زياته کړه: «ما او نورو کسانو يو شمير حکومتي مقاماتو سره خبرې وکړې او هغوی ته مو ډاډ ورکړ چې هو! قضيه همداسې ده چې امريکايي ځواکونه او حکومت پر خپل ځای پاتيږي او کابل سقوط نه کوي.»

د ماسپښين د ۲ بجو په شا او خوا کې معلومه شوه چې غني له ښاره وتلی دی. کرزي د هغه وخت د دفاع وزير ته زنګ وواهه او هڅه یې وکړه چې د کابل د امنیې قوماندان وموندي خو معلومه شوه چې هغه هم تللی دی. کرزي وويل: «هیڅ دولتي چارواکی په کابل کې نه وو، هیڅوک نه وو، نه د کابل امنیې قوماندان، نه د قول اردو قوماندان او نه هم نور نظامي قطعات. ټولو [کابل] پريښې وو.»

د کرزي په خبره د غني د ساتونکې قطعې معاون کرزي ته زنګ وواهه چې هغه دې ارګ ته ورشي او د قصر او جمهوري رياست مسئوليت دې واخلي. کرزي دا وړاندیز رد کړ او ویې ويل چې هغه د قانون له مخې حق نه لري چې دا وظيفه پر غاړه واخلي. کرزي د دې پر ځای دا پريکړه وکړه چې له خپلو اولادونو سره يو عمومي ويديويي پېغام ثبت کړي «څو افغانان خبر شي چې هغه له خپلو اولادونو سره همدلته دی.» کرزی په دې باور لري چې که غني په کابل کې پاتې شوی وای، د واک سوله ایز ليږد به ترسره شوی وای.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دې ډول يوه توافق ته رسيدل ممکن ول، وويل: «قطعاً، قطعاً. دا هغه څه وو چې موږ ورته چمتووالی نيوه، هغه څه چې ما ورته د مصالحې شورا له رئيس سره په ګډه آرزو لرله او په پام کې وه چې د همدې ورځې په ماښام او يا سبا سهار دوحې ته ولاړ شو څو دا توافقنامه نهايي کړو.» هغه وويل: «زه باور لرم چې د طالبانو مشران په دوحه کې په همدې هدف موږ ته په انتظار ول.»

کرزی د طالبانو له مشرانو سره په منظم ډول ليده کاته کوي او تل وايي چې نړۍ بايد له هغوی سره تفاهم وکړي. هغه وويل چې ډېره مهمه ده چې افغانان په خپلو کې سره يو شي. د نوموړي په خبره جګړه له تېرو څلويښتو کلونو راهيسې پر افغانستان تپل شوې ده او «په تېرو شلو کلونو کې افغانانو هر لوري ته کړاو ګاللی دی.» نوموړي زياته کړې: «هر لوري ته افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د افغانستان پوځ او پوليسو او طالبانو زيان ليدلی دی.»

Afghanistan Loya Jirga in Kabul Erster Tag Flash-Galerie
انځور: DW

هغه زياته کړه: «د دې [مصيبتونو] ختمیدل هغه وخت ممکن دي چې ټول افغانان سره يوځای شي او خپله لاره خپله پيدا کړي.»

د افغانستان پخوانی ولسمشر يو پلان لري. هغه له طالبانو سره په خبرو کې د شاهي دورې د اساسي قانون د موقتي تنفيذ دفاع کوي. دا نظرونه د دوحې په پخوانيو مذاکراتو کې هم مطرح شوي دي. د نوموړي د طرحې پر اساس يوه دودیزه جرګه بايد تشکيل شي او په هغه کې د هېواد د راتلونکي په تړاو، د يوه داسې حکومت په شمول چې له خلکو څخه استازولي کوي، اساسي قانون او د ملي بيرغ په اړه تصميم ونيول شي.

که څه هم د دې نښې نه ليدل کيږي چې طالبان دې دا طرحه ومني خو کرزی وايي چې هغوی له ده سره په بحثونو کې دا موارد رد کړي نه دي.

کرزي وويل چې په راتلونکي کې هلکان، نجونې او ښځې بايد د زده کړو حق ولري: «هغوی بايد په سياست، اداره او د اقتصادي او اجتماعي فعاليتونو په برخه کې ونډه ولري او همدا ډول د ژوند په ټولو برخو کې. دا هغه موضوع ده چې سړی ورسره سازش نه شي کولی.»

کرزي وویل تر هغه پورې چې دا څه ترسره شي، نړۍ بايد له طالبانو سره تعامل وکړي، افغانستان بايد پرمختګ وکړي، د حکومتي کارکوونکو معاشونه باید ورکړل شي او روغتيايي مراکز باید فعال پاته شي.

رپوټ:د طالبانو دووچارواکو دکرزي اوعبدالله سره لیدلي

کرزي وویل: «دمګړۍ بايد نړۍ په هر شکل چې امکان لري له طالبان سره کار وکړی.» کرزي د طالبانو په تړاو ناسم تصورات ننګولي دي. هغه دا ادعاوې رد کړي چې ګني نجونې او ښځې اجازه نه لري چې پرته له نارينه له کوره ووځي. هغه زياته کړه: «دوی دا لاره نه ده خپله کړې. ښځې او نجونې په کوڅو او سړکونو ليدل کيږي. د کابل د بېلو سيمو وضعيت د دې څرګندوی دی.»

کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان څرنګه تعريفوي، وويل: «زه هغوی د افغانانو په توګه تعريفوم، خو هغه افغانان چې د نورو افغانانو په څېر یې په تېرو څلويښتو کلونو کې په خپل ژوند کې ډېر کړاونه ګاللي دي.»

کرزي وویل: «موږ د تاريخ په ډېرو سختو دورو کې قرار لرلی دی، داسې دورې چې موږ افغانانو پکې ډېر سهوې کړي دي، داسې دوره چې په هغه کې نړيوالې ټولنې او هغوی چې تعامل یې ورسره کاوه، سترې سهوې کړي دي.» هغه زياته کړې: «اوس وخت را رسیدلی دی چې موږ ټول پر دې هر څه وپوهیږو، پر کړو سهو مو نظر واچوو او هغه سمې کړو.»

ب. ص/ ن.ز (AP)