1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی د امريکايانو اوږدمهاله پوځي حضور غواړي

نجيب الله زيارمل (Reuters,dpa)۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی غواړي، چي په خپل هيواد کي د امريکايي ځواکونو د اوږدمهاله پوځي حضور په اړه د متحده ايالاتو شرايط ومني.

https://p.dw.com/p/17JE8
انځور: dapd

ولسمشر حامد کرزي له امريکايي تلويزيوني شبکې CNN سره په مرکه کي ويلي دي، چي «د امريکا متحده ايالات بايد په افغانستان کي يو محدود شمېر سرتيري ولري.»

په دغه مرکه کي چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۳) خپره سوې ده. کرزي ويلي دي، چي دا کار به په خپله امريکايانو ته پريږدو چي په ۲۰۱۴ کال کي د ناټو د پوځي ماموريت تر مختمېدو وروسته په څه تعداد سرتيري په افغانستان کي پرېږدي.

کرزي روښانه کړې ده، دی له دې سره موافق دئ چي په افغانستان کي به امريکايي سرتيري قضايي مصؤنيت ولري.

د امريکا متحده ايالاتو له پاره په افغانستان کي د اوږدمهاله پوځي حضور يوازنی شرط په دغه هيواد کي د خپلو سرتيرو له پاره قضايي مصؤنيت دئ.

افغان ولسمشر حامد کرزي زياته کړه، چي دغه ډول يو سيستم به افغانانو ته هم د منلو وړ وي. هغه ويلي دي: «زه کولای سم تاسو ته په پوره ډاډ سره ووايم چي هغوی يعنی افغانان به ووايي چي سمه ده „ اجازه ورکړه“ .»

کرزي د تيري جمعې په ورځ په واشنگټن کي د امريکا متحده ایالاتو له جمهور رئيس بارک اوباما سره وکتل. د هغه تر سفر دمخه امريکا له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د بشپړه وتلو په خبر تهديد کړ، که څه هم د ناټو غړو هیوادونو په افغانستان کي پر اوږدمهاله ماموريت موافقه کړې ده.

امريکا متحده ايالات اوس په افغانستان کي نزدې ۶۶۰۰۰ سرتيري لري.

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير له آلمانۍ ورځپاڼي (فرانکفورتر الگيماينن) سره په مرکه کي ويلي دي، فکر نه کوي، چي د ۲۰۱۴ کال په پای کي دي ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

هغه زياته کړې ده، ناټو تير کال موافقه وکړه، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کي پاتيږي او د دغه هيواد په بيا رغاونه او امنيتي ځواک په روزنه او تجهيز کي به مرسته کوي.