1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي ناټو ته د اخري وار دپاره اخطار ورکړی

۱۳۹۰ خرداد ۹, دوشنبه

افغان ولسمشرحامد کرزي يو وار بيا په افغانستان کي پر امريکايي ځواکونو ږغ کړ چي د هغو عملياتو ته دي د پای ټکی کښېږدي، چي ملکي وگړي پکښي وژل کيږي.

https://p.dw.com/p/11QjI
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

وروسته له هغې چي د ناټو ځواکونو په يوه هوايي حمله کي۱۴ملکي کسان ووژل، حامد کرزي وويل چي د ملکي کسانو د وژلو په برخه کي يې دا واشنگټن ته اخري اخطار دی.

د شنبې په ورځ د هلمند ولايت په نوزاد او د يکشنبې په ورځ د نورستان ولايت په دو آب ولسواليو کي شاوخوا ۵۲ تنه ملکي وگړي او افغان پوليس په هوايي بريدونو کي ووژل سول.

د هلمند په پيښه کي ۱۲ تنه ښځي او ماشومان او د نوروستان په پيښه کي ۱۸ ملکي وگړي او ۲۰ تنه افغان پوليس ووژل سول.

د کرزي دفتر ويلي چي ولسمشر دغه پيښه په کلکه غندلې او دايي د ناټو يوه ستره تيروتنه بللې.

د جمهوررئيس دفتر دغه راز ويلي چي، ولسمشرکرزي د افغانستان د خلکو لخوا د اخري وار له پاره ناټو ځواکونو ته اخطار ورکړی چي دغه ډول پيښو ته د پای ټکی کښيږدي.

ولسمشر کرزی دغه پيښي ډير په غوسه کړی او ويلي يې دي، چي په افغانستان کي د امريکا په مشرۍ پوځي عمليات «په خپل سر او غير ضروري» دي.

بله خوا په افغانستان کي د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي په هلمند کي د نهو تنو ملکي وگړو د وژل کيدو په اړه بخښنه غوښتې.

په خبر پاڼه کي د افغانستان په جنوب غرب کي د ناټو ځواکونو قوماندان، جنرال جان تولن، له خولې ليکل سوي:«زه غواړم چي د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي د نهو ملکي وګړو د وژني له پاره بخښنه وغواړم.»

ناټو دا هم منلې ده چي په نورستان کي يې د يکشبنې په ورځ ملکي وگړي او افغان پوليس په نښه کړي دي.

د نورستان والي، جمال الدين بدر، ويلي چي دغه پوليس او ملکي وګړي د ناټو ځواکونو لخوا په خطا کي وژل سوي دي:

«ناټو ځواکونو پر هغه سيمي بمبار کړی چي افغان پوليسو څه عمر د مخه د طالبانو څخه نيولې.»

د ناټو په عملياتو کي د ملکي وگړو وژنه په افغانستان کي په يوه ډيره حساسي موضوع بدله سوې، چي پدې ورستيو کي يې د ولسمشر کرزي او ناټو دغړو هيوادونو تر منځ اړيکي خړي پړي کړي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زیارمل