1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د ځوانانو پر ښوونه او روزنه ټينگار وکړ

۱۳۹۰ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

ولسمشرحامد کرزي نن په کابل کي د افغانستان د ځوانانو عالي شورا دوهم کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل چي ځوانان دي له تعليم پرته د بل څه په فکر کي نه اوسي.

https://p.dw.com/p/12TsE
ولسمشر کرزی د ځوانانو په منځ کي
ولسمشر کرزی د ځوانانو په منځ کيانځور: DW

ده پرځوانانو بيا بيا ږغ وکړی، چي تعليم وکړي ځکه دده په خبره په اوسنيو شرايطو کي افغانستان روزل سويو او متخصصو ځوانانو ته اړتيا لري.

ښاغلي کرزي وويل همدااوس يي د افغانستان د بودجي په لګښت يو شمير ځوانان د لوړو زده کړو په موخه بهرنيو هيوادونو ته ليږلي دي.

ولسمشر کرزی وايي تر څو چي افغانستان پر خپل ځان ويسا نه سي نودي به ځوانان له زده کړي پرته بل هيڅ يوه کار ته ونه هڅوي.

« ترهغو چي افغانستان په خپلو پښو ونه دريږي، ترڅو چي افغانستان د خپل زوي ، مور اوپلار او سپين ږيري درملنه په خپله خاوره کي ونه کړي، ترڅو چي د افغانستان انجينر خپل پل په خپله جوړ نه کړي او ترڅو چي افغانستان خود کفا نه سي زه به تاسو له زده کړي پرته بل هيڅ يوه شي ته تشويق نه کړم.»

کرزي وويل زيات شمير ځوانان چي پر خپل راتلونکي ډاډه نه دي له هيواد څخه تښتي او نورو هيوادونو ته کار کوي.
په همدي حال کي د ولسي جرګي مشر عبدالروف ابراهيمي وويل چي تير لس کلن ناورين تر هر څه زيات د ځوانانو قشر ځپلی او د همدغو کلونو پيښو ځوانان له زده کړو لري ساتلي دي.

ده له بيلابيلو بنسټونو څخه وغوښتل چي ځوانانو ته دي د کار او زده کړوزمينه برابره کړي.

ښاغلي ابراهيمي پر يو شمير رسنيو هم نيوکه وکړه چي ګواکي ځيني خپروني يي د ځوانانو د بي لارﺉ سبب ګرځي.
ده په دي برخه کي د اطلاعات و فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چي په رسنيو او انټرنيټي سايتټونو کي دي د مبتذلو خپرونو مخنيوي وکړي.

د افغانستان د ځوانانو عالي شورا تير کال د اطلاعات او فرهنګ وزارت په نوښت جوړه او اوس د هيواد په نيږدي ټولو ولايتونو کي څانکي او په زرګونو غړي لري.

له بل لوري د چارو يو شمير کتونکي دغه راز شوراګاني او غونډي د ځوانانو ستونزو په لري کولو کي اغيزمني نه بولي.
د ټولنيزو چارو شنونکي عاشق الله يعقوب دويچه ويله ته وويل دولت بايد د غونډو پر ځای د ځوانانو بنسټيزي ستونزي هواري کړي.

دی وايي چي دغه غونډي يوازي سمبوليکي بڼي لري او په ليرو پرتو سيمو کي ځوانانو ته کومه ګټه نه سي رسولای.

د ښاغلي يعقوب په وينا په دغو کسانو کي داسي ځوانان هم شته چي لوستي دي خو له وزګاري ورځي يي نشه يي توکو ته مخه کړې.

دا مهال په هيواد کي د روان وضعيت له امله د نورو ټولنيزو ډلو په څير ځوانان هم له يو ډول ناهيلۍ سره مخ سوي.
له زده کړو ليري والی، بي وزلۍ او وزګارتيا د افغان ځوانانو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل