1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د خپلي کابينې د دوو مهمو غړو استعفاوي و منلې

۱۳۸۹ خرداد ۱۶, یکشنبه

د ملي امنيت لوی رئيس امرالله صالح او د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر وروسته تر هغه خپلي استعفاوي وړاندي کړې، چي د ملي مشورتي جرگې پر مهال په امنيت ساتلو کي پاته راغله...

https://p.dw.com/p/NjUI
د ملي امنيت لوی رئيس امرالله صالح
د ملي امنيت لوی رئيس امرالله صالحانځور: AP

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر ويلي، چي جمهوررئيس کرزي د کورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د لوی رئيس استعفاوي منلي.

د دولت په خبر پاڼه کي راغلي، چي وروسته تر هغه چي د سولي د ملي مشورتي جرگې په لومړۍ ورځ دوه توغندی او یو ځانمرگی بريد ترسره سو د جرگې وروسته ولسمشر دواړه د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت لوی د پيښي په اړه وپوښتل.

د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر
د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمرانځور: DW

خبرپاڼه زياتوي، چي تر پوښتونو وروسته د کورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د لوی رئيس جوابونه د قناعت وړ نه ول. ولسمشر د دواړو استعفاوي و منلې.

دا لومړی وار دي، چي د ولسمشر کرزي د کابينې دوه لوړ پوړي چارواکي د خپلو دندو څخه استعفاوي کړي.

د ملي امنيت لوی رئيس امرالله صالح په يوه خبره غونډه کي دا ومنل چي د سولي د ملي مشورتي جرگې پر مهال په امنيت ساتلو کي پاته راغلی او د استعفا وجه يې داوه، چي په خپلو دندو کي پاته راغلی.

ولسمشر کرزي د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توگه د هغه وزارت امنيتي مرستيال مل پاسوال محمد منير منگل او د ملي امنيت د لوی رئيس د سرپرست په توگه انجنير ابراهيم سپين زاده ټاکلي دي.

AG/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم