1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د افغانستان په اړه د ترمپ څرګندونو ته غبرګون وښود

مسعود جهش
۱۳۹۸ تیر ۱۲, چهارشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ وروستیو څرګندونو ته چې ویلي يې وو افغانستان د ترهګرو لابراتوار دی، غبرګون ښوولی او روښانه کړې یې ده چې افغانستان پخپله د ترهګرۍ تر ټولو لوی قرباني دی.

https://p.dw.com/p/3LVM8
FILE PHOTO - Former Afghan president Karzai speaks during an interview in Kabul
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له یوې امریکایي رسنۍ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې که څه هم غواړي له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي خو دغه کار ځکه ستونزمن دی چې په خبره یې افغانستان د امریکا له حضور پرته بیا د ترهګرو په پټنځای بدلیدای شي. هغه په دې مرکه کې له افغانستان څخه د ترهګرو د لابراتوار په توګه یادونه کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د چهارشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه، د ترمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې لیکلي دي چې افغانستان په خپله د ترهګري اصلي قرباني دی. هغه زیاته کړې: «داسې ترهګري چې د امریکا د مالي مرستو او مبهم سیاستونو پر شتون سربیره یې وده او قوام کړی دی.»

کرزي ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پر پراخ پوځي او استخباراتي حضور سربیره د داعش حضور د دې خبرې څرګندويي کوي.

ترمپ په خپله مرکه کې روښانه کړې وه چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې به هم په دې هیواد کې امریکا پیاوړی استخباراتي حضور ولري. خو ولسمشر کرزي بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدل د ستونزې حل نه دی، بلکي په خبره یې باید پر سولې د دې بهیر پر «افغاني کیدو» باندې ټینګار وشي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس هم امریکایي او د طالبانو مرکچیان د قطر په پلازمېنه دوحه، کې سره په خبرو بوخت دي چې په افغانستان کې له اتلسو کلونو راهيسي راني جګړې ته د حل یوه لار ومومي.