1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي او روحاني د اوږد مهاله همکاریو پر تړون توافق وکړ

عارف فرهمند/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۷, یکشنبه

حامد کرزي او حسن روحاني د دواړو هیوادونو تر منځ د دوستۍ او همکاریو د یوه اوږد مهاله تړون د رامنځ ته کولو پر سر توافق کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د کابل او واشنگټن تر منځ د امنیتي تړون پر سر لا هم اختلاف موجود دی.

https://p.dw.com/p/1AV4R
انځور: Getty Images/Afp/Behrouz Mehri

افغان ولسمشر حامد کرزی د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م د دسمبر د میاشتې ۸مه) د یوه لوړ پوړي هیئت په مشرۍ د ایران پلازمینې تهران ته سفر وکړ او د ایران ولسمشر حسن روحاني، د ده تود هر کلی وکړ. د ایران د ولسمشر په توگه د حسن روحاني د لوړې وروسته، دا د حامد کرزي دغه هېواد ته دوهم سفر دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دفتر له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د افغانستان او ایران ولسمشرانو له یو بل سره د «ورورولۍ او دوستۍ» په فضاء کې د دوه اړخیزو همکاريو په پیاوړتیا او د اړيکو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.

دغه بیانیه وړاندې کاږي: «د دغو خبرو اترو په لړ کې، دواړو خواوو د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ایران د اسلامي جمهوريت ترمنځ د اوږد مهالې دوستۍ او همکارۍ د پیمان پر تنظيم او لاسلیک هوکړه وکړه.»

د نوموړې خبرپاڼې له مخې د شوو توافقاتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه پیمان به په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې پر همکاريو راڅرخي. همداشان «په دغه پیمان کې به د سیمې د امنیت او د سولې د ټينګښت له پاره د دواړو هېوادونو ګټې هم شاملې وي.»

د افغان ولسمشر دفتر زیاته کړې ده په دغه لیدنه کتنه کې چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم پکښې حضور درلود، ورته دنده سپارل شوې ده چې د همکاریو د دغه اوږدمهاله تړون پر متن باندې کار پیل کړي.

افغان ولسمشر د یوه لوړپوړي هیئت په مشرۍ د یکشنبې په ورځ تهران ته ورسید
افغان ولسمشر د یوه لوړپوړي هیئت په مشرۍ د یکشنبې په ورځ تهران ته ورسیدانځور: Getty Images/Afp/Behrouz Mehri

پر دې سربیره په دغه لیدنه کتنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د همکاریو پراختیا، په خاصه توگه د ترانزیت، سرحدي تبادلاتو او افغان وگړو ته د ویزو ورکولو پر سر هم خبرې اترې شوي دي. د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر وایي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملاتړ ژمنه کړې ده.

ایران او افغانستان په داسې یوه وخت کې د اوږد مهاله همکاریو د پیمان د رامنځ ته کولو په اړه یوه توافق ته د رسیدو خبر ورکوي چې د کابل او واشنگټن تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکیدو په اړه ناندرۍ لا هم ادامه لري. ایران د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د دغه امنیتي تړون د لاسلیکیدو سره مخالفت کوي.

د ایران د «ایسنا» د خبري آژانس د رپوټ له مخې روحاني په دغه لیدنه کتنه کې کرزي ته ویلي دي: «موږ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د حضور څخه د رامنځ ته شوي ترینگلتیا په اړه انديښمن یو او پر دې باور یو چې بهرني ځواکونه له سیمې څخه ووځي او د افغانستان امنیت د دغه هیواد خلکو ته وروسپارل شي.»