1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کانديدان بايد په هر محل کي څارونکي ولري»

محمد اسمعيل شاکر۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې چي له هغو محلونو به د نوماندانو شکایتونه ونه څېړل شي، په کومو یې چې څارونکي شتون ونه لري.

https://p.dw.com/p/1C2YH
انځور: DW

د ټاکنو د خپلواک کميسيون ویاند نور محمد نور، د دوشنبې پر ورځ (د ۲۰۱۴ میلادي کال د مۍ ۱۹مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د مخکښو نوماندانو څارونکو له پاره یې ۵۰ زره نوي اعتبار لېکونه چاپ کړي، چې هر یو نوماند ته ۲۵ زره د څارنې ۲۵ زره اعتبارلېکونه رسیږي.


نور محمد نور زیاته کړه، چي د ټاکنو د ورځې په پای کې باید د نوماندانو دغه څارونکي د پایلو جدولونه لاسلیک کړي: « په هغو محلونو کې چې ټاکنې ترسره کیږي او دغه نوماندان ونه شي کړای خپل څارونکی معرفي کړي د هغو موضوعاتو پر بنسټ چې هغوی سره مطرح شوي د هغه محل څخه د شکایت حق هم نه لري. نو مونږ له دواړو نوماندانو څخه غواړو چې ژر تر ژره دې خپل څارونکي چې کافي وړتیا ولري د ټاکنو کمیسیون ته وروپیژني.»


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاؤ کې د رایې اچونې محلونو شمېر له ۱۹۷۰۰ څخه نیږدې ۲۵ زرو ته لوړ کړی دی. د دغه کمېسیون چارواکي وایې چي د رایې اچونې دغه نوي محلونه به په هغو سیمو کې پرانیزي چې په لومړي پړاؤ ټاکنو کې د امنیتي او اقلیمي ستونزو له امله تړلي پاتې شوي وو. خو هغوی تردې دمه نه ده په ډاګه کړې چې د رایې اچونې نوي محلونه به د کومو ولایتونو په کومو سیمو کې پرانیزي؟


هاخوا د ولسمشرۍ د مخکښو نوماندانو د ټاکنیز ټیم غړي بیا د ټاکنو وروستۍ پرېکړه غیرعادلانه بولي. د ولسمشرۍ د ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم غړی فضل الرحمان اوریا وایې، د ټاکنو پر ورځ ښايي د هېواد یو شمېر سیمو کې څارونکي له ستونزو سره مخ وي: « کیدلی شي څارونکي ناروغ وي، موټړ پرې چپه شوی وي او یا یو څارونکی د امنیتي ستونزو له امله ونه شي کړای چې د رایې اچونې محل ته ځان ورسوي. نو په داسې حالتونو کې به آیا د ټاکنو کمېسیون د نوماندانو شکایتونه نه څیړي؟» ښاغلی اوریا وایې که داسې وي نو دا یو نامناسبه پرېکړه ده.