1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کامرون: افغانستان يوازي نه پرېږدو

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۱, جمعه

د بريتانيا لومړی وزير ديويد کامرون ناببره افغانستان ته سفر کړی دی. د نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي تر لوړي وروسته دا د يوه هيواد لومړی رهبر دی چي افغانستان ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/1DPKR
انځور: Reuters/O. Sobhani

کامرون په قبرس کي د يوې هوايي اډې تر ليدني وروسته چي په عراق کي د اسلامي دولت ډلي پرضد عملياتو په برخه کي بريتانوي ځواکونو کار ځني اخلي د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۳مه) کابل ته ورسېد.

کامرون د افغانستان د نوي جمهور رئيس اشرف غني احمدزي سره تر لنډ ملاقات وروسته په ارگ کي يوه گډي خبري غونډي ته له غني سره يو ځای راڅرگند سو او له افغانستان سره ئې پر مرستو ټينگار وکړ.

افغان ولسمشر اشرف غني احمد زي د بريتانيا د لومړي وزير ديويد کامرون څخه مننه وکړه چي په راتلونکي کښي له نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي اړيکو په اړه د يوه نړيوال کنفرانس کوربه توب پرغاړه اخلي. خو احمد زي د کنفرانس د جوړيدو د مهال ويش په اړه څه نه وويل: «دا د افغانستان له پاره يو سترگام دی چي له نړۍ سره د اقتصادي مناسباتو اساسي بنسټ ايښوول کيږي.»

غني زياته کړه چي د دغه کنفرانس تر جوړيدو پوري به افغان حکومت داسي اصلاحات راوستي وي، څو نړۍ ته دا سابته سي چي افغانان خپله اصلاحات غواړي.

غني د ناټو له هغو هيوادونو څخه چي په افغانستان کي ئې ماموريت لاره او د هغو کورنيو څخه چي غړو ئې په دغه هيواد کي خپل ژوند له لاسه ورکړی مننه وکړه.

له غني سره په دغه گډه خبري غونډه کي د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرون له افغانستان سره پر مرستو ټينگار وکړ او زياته ئې گړه چي دغه هيواد به د ځواکونو تر ايستلو وروسته هم يوازي پرې نه ږدي.

کامرون وويل له دغه هيواد څخه د د ځواکونو وتل دا معنی نه لري چي گويا موږ دغه هيواد ته شا ورگرځوو، بلکي دا په دې خاطر ترسره کيږي چي افغانستان اوس خپله يو پياوړی امنيتي ځواک لري.

«اوس ۱۳ کاله وروسته افغانستان کولای سي او بايد خپل امنيت په خپله وساتي [...] موږ دغه هيواد يوازي نه پرېږدو [...] بريتانيا به تل ستاسي قوی ملگری او دوست پاته سي.»

له ۲۰۰۱م کال راهيسي چي د طالبان رژيم نسکوره سوی دی بريتانيا په افغانستان کي تر امريکا وروسته هغه هيواد دی چي ډير عسکر يې په ماموريت گومارلي دي.

د پلان له مخي به د روان کال ترپايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي ځواکونه ووځي او د راتلونکي کال له پيل څخه به نړيوال يو بل ماموريت چي موخه ئې د افغان ځواکونو روزل دي پيل کړي.

په دغه ماموريت کي به نژدې ۱۲۵۰۰ بهرني عسکر ونډه ولري چي ۹۸۰۰ به ئې امريکايي او نور به ئې بريتانوي، آلماني، ايټالوي او ترکي ځواکونه وي.

د پلان له مخي د دغه ماموريت موخه د افغان امنيتي ځواکونو روزل او تجهيز او په دغه هيواد کي له القاعدې سره مبارزه ښوول سوې ده.