1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

کالیفورنیا: پر ولسي جشن مراسمو ډزو مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې یو وار بیا د ولسي جشن په مراسمو کې ډزې شوي دي. په پيښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده، خو د تلفاتو په اړه تر اوسه پورې دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي. بریدګر پولیسو وژلی دی.

https://p.dw.com/p/3MsQ7
USA, Gilroy: Schüsse beim Garlic Festival
انځور: Reuters/Wavyia

د امریکا متحده ایالاتو په کالیفورنیا ایالت کې یوه بریدګر د ولسي جشن د مراسمو پر مهال پر خلکو ډزې کړي دي او درې کسان یي وژلي دي. په دې پيښه کې ۱۵کسان نور ټپیان شوي هم دي. پوليسو برید کوونکی ويشتلی او وژلی دی. دا خبره د جیلروی ښار د پولیسو مشر سکوټ سمیتي، کړې ده.

سمیتي وویل: «دا هغه مطبوعاتي کنفرانس دی چې څوک نه غواړي هیڅکله یي هم په یو ښار کې ورکړي.»

بریدګر له یوه امنیتي حصار څخه تیر شوی دی. تر ډزو يوه دقیقه وروسته بریدګر پولیسو ویشتلی دی. دا لا تر اوسه پوري څرګنده نه ده چې آیا بریدګر کوم بل ملګری هم درلود چې له هغه سره یي همکاري کړې وي؟

د NBC تلویزوني شبکې له خوا په خپاره شوي ویډیو کې لیدل کیږي چې خلک د تېښتې په حال کې دي او ډير پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي دي. تر اوسه پورې د پيښې انګیزه نه ده معلومه شوې.

یوه عیني شاهد د NBC تلویزوني شبکې ته ویلي چې شاوخوا ۳۰ کلن سړي له خپلې وسلې سره هر خوا ډزې وکړې: «ما ولید چې هغه څنګه هر لورې ته ډزې کولې.»

Tschechien Knoblauchfestival
د «جیلرو ګارلس فیستیوال» یا د جیلرو ښار د هوګې فیستیوال درې ورځې دوام کوي.انځور: picture-alliance/dpa/Z. Nemec

یوه بل عیني شاهد وویل چې بریدګر یو ډول ځانګړې جامې اغوستې وې. د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د ښاروالۍ د شورا د یوه استازي په حواله رپوټ ورکړی دی چې د پيښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.

د «جیلرو ګارلس فیستیوال» یا د جیلرو ښار د هوګې فیستیوال چې درې ورځې دوام کوي په امریکا کې یو د خوړو له لویو فیستیوالونو څخه دی چې ډیر شمیر کورنۍ ځانته را جلبوي.

شاوخوا ۱۰۰ زره کسان له دغه فیستیوال څخه لیدنه کوي. له هوګې څخه تیاریدونکي خواړه د دې فیستیوال اساسي برخه ده.

په امریکا کې وخت نا وخته د ډزو پيښې رامنځته کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې په امریکا متحده ایالتو کې شاوخوا ۴۰ زرو کسانو په دا ډول پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ وو.

د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې یو تن په «لاس ویګاس» کې د هوټل له خونې څخه د موزیک فیستیوال پر ګډون کوونکو ډزې وکړې او ۵۸ انسانان یي ووژل.

as/bri (dpa, afp, rtr, ape)/sn/nz