1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

کارپوهان: د طالبانو او امریکا تر منځ تړون ډیر نزدې دی

۱۳۹۸ بهمن ۲۵, جمعه

کارپوهان وایي طالبان او امریکا تر بل هر وخت يوه توافق ته ډیر سره نزدې شوې دي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یوه «ډیر مهم پرمختګ» خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/3XmRe
Pakistan Treffen des Außenministers mit den Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo/Pakistan Foreign Office

د آلمان په کوربه توب د مونشن د امنیتي کنفرانس د لوړپوړو ګډوانوالو په ډله کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، هم شامل دي.

ویل شوي دي چې دغه دواړه چارواکي به د همدې کنفرانس په څنډه کې سره وویني او د سولې د بهیر په اړه به معلومات سره شریک کړي.

دغه خبرې اترې ځکه ډیرې مهمې دي چې په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ مذاکرات یو ځل بیا وروستیو پړاونو ته رسیدلي دي. خبرو ته نزدې سرچینې وایي چې دواړو اړخونو یو ځل بیا د تیرکال په سپتمبر میاشت کې پر ترلاسه شوي تړون باندې موافقه کړې ده. خو د تړون د لاسلیکدو له پاره ځینې نوې شرطونه هم وړاندې شوي دي.

د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون لري او ښايي یو له بل سره ملاقات هم ولري.
د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون لري او ښايي یو له بل سره ملاقات هم ولري. انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

لندن میشته افغان خبریال او د طالبانو کارپوه سمیع یوسفزي، چې له ډیر وخت راهیسې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ خبرې څاري، دویچه ویله ته وویل: «پر هماغه پخواني تړون باندې یو ځل بیا توافق شوی دی، خو امریکایانو ځینې نوې غوښتنې هم مطرح کړې دي چې پکې د یوې مودې له پاره د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمول هم شامل دي.»

یوسفزي زیاته کړه چې اوس بحثونه پر نیټو باندې روان دي چې کله به د تاوتریخوالي د کمیدو پلان په عمل کې پیاده کیږي او بیا به کله امریکا متحده ایالات او طالبان تړون سره لاسلیکوي. د اوسني توافق له مخې به تر دې دوو مرحلو وروسته بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.

ویل کیږي چې د اوسنې پلان له مخې کیدای شي د تاوتریخوالي د کمیدو دوره د فبروري میاشتې په وروستیو ورځو کې عملي شي او بیا ترې سمدستي وروسته د امریکا او طالبان تړون امضا شي.

پلان شوې ده چې په مارچ میاشت کې به بیا بین الافغاني مذاکرات پیل شي. خو دغه نیټه تر اوسه پورې د طالبانو، امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت له خوا نه دي تائید شوې.

په ویدرویلسو بنسټ کې د افغانستان د چارو کارپوه مایکل ګوګلمن، دویچه ویله ته وویل: «دواړه اړخونه تر بل هر وخت يوه توافق ته ډیر سره نزدې شوې دي، ځکه داسې ښکاري چې وروستي خنډونه هم له منځه تللي دي.»

هغه زیاته کړه چې راتلونکي ګامونه به په دې پورې تړلي وي چې طالبان څرنګه پر خپلو کړو ژمنو باندې عمل کوي: «اوس نو باید وګورو چې طالبان څرنگه په اوو ورځو کې د تاوتریخوالي د کمیدو ژمنه عملي کوي.»

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تړون به د بین الافغاني خبرو له پاره لاره اواره کړي، خو د دغو خبرو د ترسره کیدو له پاره باید په افغانستان کې پر یوه مرکچي پلاوي باندې توافق رامنځ ته شي چې په کې به افغان چارواکي، سیاسي مشران او نور استازي شامل وي.

که څه هم خبرې اترې یو ځل بیا یوې پایلې ته نزدې شوې دي، خو پخوانۍ تجربې ښيي چې دا بهیر ډیر ماتیدونکی دی. تر دې مخکې په سپتمبر میاشت کې هم امریکا متحده ایالات او طالبان یوه توافق ته سره نزدې ول، خو هغه وخت د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر خپله تویتر پاڼه په خپور شوي پیغام کې له طالبانو سره توافق لغوه کړ.