1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: امريکا نه غواړي پاکستان د لاسه ورکړي

۱۳۸۹ دی ۲۴, جمعه

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري واشنګتن ته تللی، تر څو هلته له ولسمشر بارک اوباما سره د اقتصادي همکاريو، ديموکراسي او تروريزم ضد مبارزې پر سر خبري وکړي. دا خبره د سپيني ماڼي وياند نن وکړه.

https://p.dw.com/p/QsHa
په دې انځور کي بارک اوباما ،آصف علي زرداري او دغه راز حامد کرزی ليدل کيږي.
په دې انځور کي بارک اوباما ،آصف علي زرداري او دغه راز حامد کرزی ليدل کيږي.انځور: AP

له پاکستان څخه د متحده ايالاتو د ولسمشر د مرستيال جو بايدن له ليدني کتني لا اونۍ پوره سوې نه ده چي د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري واشنګتن ته ولاړ تر څو د متحده ايالاتو له مشرانو سره وويني.

په خبري رپوټونو کي راغلي دي چي زرداري د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو د مړه سوي ځانکړي استازي، ريچارد هالبروک، د وير او يادون په يوي لمانحني کي د ګډون لپاره واشنګتن ته تللی، خو د پاکستان روان سياسي او پوځي وضعيت د متحده ايالاتو د مشرانو سره د خبراترو مهمه موضوع ښايي وګرځي.

د متحده ايالاتو د حکومت وياند، رابرت ګيبس وويل چي ولسمشر بارک اوباما به د پاکستان له ولسمشر سره د دواړو هيوادونو د ميني وړ مسايلو پر سره خبري وکړي.

واشنګتن په افغانستان کي د ياغيانو پر ضد جګړه چي اوس لسم کال يي پيل شو او ورځ په ورځ په متحده ايالاتو کي عامه ملاتړ له لاسه ورکوي، د اسلام آباد همکاري ضروري ګڼي.

د ياغيانو ډيري مشران په پاکستان کي ژوند کوي. که څه هم پاکستان د نړيوال ضد تروريزم ايتلاف کي د متحده ايالاتو ملګري ګنل کيږي، خو د متحده ايالاتو پوځي چارواکي د زور پالونکو پر ضد د پاکستان عمليات کافي نه ګڼي.

د متحده ايالاتو د وسله والو ځواکونو لوي درستيز امير البحر مايک مولن چهارشنبې وويل:.«تر هغه چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانوځالي له مينځه لاړي نسي، په افغانستان کې د سولې راتګ ناشوني ښکاري.»

مولن د پاکستان په خاوره کې ميشت ترهګر د افغانستان د کورني امنيت او ټيګاو لپار ډير خطرناک وبلل او د نړۍ ټول هيوادونه يې د امريکې په څير له هغوې سره جګړې ته را وبلل.

که څه هم افغان سياسي شنونکي دا مني چي د ترهګرو ډلو پر ضد د جګړي د تندولو لپاره واشنګتن وخت په وخت له اسلام آباد څخه غوښتني کړي دي، خو هيڅکله يي هغه په «رښتنيي توګه» تر فشار لاندي نه دي راوستي.

د سياسي چارو شنونکي وحيد مژده وايې د افغانستان ستونزه سيميزه بڼه لري او بايد په سيمه کې ټولي ورانکاري کړۍ له مينځه لاړي سي.

د ښاغلي مژده وينا ده چې امريکا تل د پاکستان په اړه داسي خبري کړي خو هيڅ کله يې هم عملي ګام ندي اخيستي. هغه وويل : «ايا په ريښتيا هم امريکا په دې کار کې صادقانه عمل کوي، ايا غواړي چې په پاکستان فشار راسي يا نه، امريکا په ريښتينې توګه نه غواړي په پاکستان فشار راسي، يوازي په لفظې څرګندونو اکتفا کوي په عمل کې څه نه کوي».

مژده وايې چې امريکا ځکه له پاکستان سره جدې چلند نه کوي چي په سيمه کې د خپلوموخو د تر لاسه کولو لپاره ډير با ارزښته ملګري ګڼي.

اسلام آباد چې له نړيوالې ترهګرۍ سره په جګړه کې د امريکا نږدې متحد بلل کيږي په دې ورستيو کې د غرب له لوري پرې دا فشار دي چې ګڼ اورپکې يې له قبايلي سيمو پر افغانستان بريدونه تنظيموې.

هغه ادعا چې اسلام آباد يې ردوي. خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي وياند جنرال جوزيف بلاتز بيا له ترهګرو سره په جګړه کې د پاکستان مرستې ارزښتمني بولي.

هغه وايي: « پاکستاني ځواکونه له مونږ سره ښې همکارۍ لري،کله چې مونږ د پولو دې خوا ته عمليات کوو هغوي د هغو اورپکو د تيښتې مخه نيسي چې د پاکستان خاورې ته اوړي، مونږ له پاکستاني لوري سره د همآهنګۍ او د استخباراتي معلوماتو د شريکولو مرکزونه لرو».

ځيني لويديځ کار پوهان هم خبرداري ورکوي چي په اوسني وخت کي پاکستان باندي چي د يوسف رضا ګيلاني تر مشري لاندي اتيلافي حکومت څخه ي دوه مهم ګوندونه وتلي دي او حکومت يي له يو سخت کړکيچ سره مخامخ دي، زيات فشار راوستل پاکستان به نور هم د بي ثباتي په ډنډ کي ډوب کړي. د هغوی په نظر انتظار کیږی چی اوباما پر زاری زیات حساب وکړی او په دی لټه کی به شی جی له اسلام اباد سره د اړيکو د خړ پړ کیدو مخه ونیسی.

ميرويس جلالزي

کتونکي: عبدالباري حکيم