1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: وروستيو بريدونو د افغان ځواکونو کمزورتيا وښودله

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه

د يو شمېر افغان کارپوهانو په نظر د وسله والو طالبانو له خوا په يوه وخت کي په څو ولايتونو کي بريدونو دا وښودله چي افغان امنيتي ځواکونه څومره کمزوري دي.

https://p.dw.com/p/14eLT
انځور: Reuters

د افغان کارپوه عبدالباري عارض په اند په کابل، پل علم، جلال اباد او کرديز کي ننني بريدونه په تيره لسيزه کي بې ساري ول.

«شکه نسته چي په تيره لسيزه کي دا تر ټولو قوي بريدو چي تر سره سو نو دې پيښي ته په کتو سره طالبان ددې توان لري، چي هر ځای وغواړي پر هغه بريد وکړي.»

د افغانستان په څو ولايتونو کي په داسي وخت کي بريدونو ترسره کيږي، چي په همدغه ورځ د پاکستان د بنو ښار له يوه زندان څخه شاوخوا ۴۰۰ تنه بنديان، چي د چارواکو په خبره ډيری ئې د وسله والو طالبانو بنديان ول تښتېدلي دي.

نن د افغانستان په پلازمېنه کابل کي ددغه هيواد پر پارلمان، او هغه سیمه کي چي د ناټو مرکز او بهرني سفارتونه دي وسله والو کسانو په سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل. له دې سره سم د لوگر په مرکز پل علم، جلال اباد او گرديز کي هم بريدونه وسول، چي ټولو تقريباً يوه بڼه درلوده.

بېله جلال اباد څخه چي په هوايي گر د ورننوتلو هڅه سوې ده په نورو ټولو پيښو کي وسله وال کسان ودانيو ته ختلي او پر دولتي ځايونو ئې په ډزو پيل کړی وو.

د کابل پيښه خو د جمهوري رياست ودانۍ په څو سه ميترۍ کي د انگلستان او آلمان سفارت په څنگ کي روانه وه.

عارض په دې اند دئ، چي د افغانستان او پاکستان نننۍ پيښي یو نصبي تړاو لري، ځکه دده په خبره د پاکستان پيښه هم پلان سوې وه او دلته په افغانستان کي هم دغه پيښي پلان سوي وې«ددې امکان سته چي دغه او هغه پيښي يوځای پلان سوي وي.»

د عارض په خبره دغه عمليات له هغه څه سره تړلي نه دي، چي گويا د ولسمشرۍ د ټاکنو وختي تر سره کېدل او د سولي د عالي شورا د نوي رئيس د ټاکلو په غبرگون کي دي ترسره سوي وي:

«دا په دې پوري هيڅ اړه نه لري، ځکه دا عمليات مخکي له مخکي پلان سوي دي.»

افغان حکومت وايي چي په پلان کي لري، چي په ۲۰۱۳ کال کي د ټول هيواد امنيتي مسئولت پرخپله غاړه واخلي، ځکه د هغوی په خبره اوس ددې توان لري، چي د هيواد امنيت وساتي.

خو کارپوهان په دې نظر دي، چي افغان امنيتي ځواکونه به اوس ددې توان نه لري، چي په يوازي سر د دولت ساتنه وکړي.

د افغانسان د سياسي چارو کارپوه عبدالباري عارض وايي، چي د افغان ځواکونو وړتیا تر دغه پيښو مخکي هم معلومه ول:

«يو خو افغان امنيتي ځواکونه په هيڅ صورت کي له دولت څخه دفاع نسي کولای، بل د افغان دولت په دننه کي داسي اختلافات موجود دي، چي مخکي تر دې چي په ۲۰۱۴ کال کي د مخالفينو خبره مطرح سي دولت په دننه کي انفجار کوي.»

نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض